د لغمان ولایت مرکز اړوند د بېلابېلو کلیو په خاورو کې د پي اچ د کچو ارزونه او د سمون لارې یې

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۲ - ۱۱:۵۶
د لغمان ولایت مرکز اړوند د بېلابېلو کلیو په خاورو کې د پي اچ د کچو ارزونه  او د سمون لارې یې

څېړندوی خلیل الرحمن بارکزی

د کرنې انستېتیوت، د کیمیا، بیولوژي او کرنې علمي مرکز د علومو اکاډمي

لنډیز

د خاورې pH د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو لپاره یو اړین فکتور دی. چې د بېلابېلو عواملو له امله تغیير کوي او د کرنیزو محصولاتو په تولید ناوړه اغېزې کوي. په دې څېړنه کې د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند له ۳۰ بېلابېلو کلیو څخه په ټولیز ډول ۱۶۲ نمونې ازمویل شوي. په تر سره شوې سروې کې د بېلابېلو کلیو د pH کچو توپیر څرګند شوی. چې په ټولیزه توګه pH یې د 6.87 څخه تر 8.95 پورې ده، چې په اوسط ډول 7.4 کېږي، چې د القلي لرونکو خاورو په ګروپ پورې اړه لري.

د خاورو د پي ايچ په اړه دغه سروې په ۱۳۹۹ کال کې تر سره شوه، ترڅو د خاورو د pH ارزونه و کړي، د خاورو نمونې د کرنېزو ځمکو څخه د 0-15 سانتي مترو په ژوروالي کې د تصادفي نمونې کولو میتود په کارولو سره راټولې شوي.

کیمیاوي سرې او سوداګریزو پاتې شونو دوامداره، غیر پلان شوي کارول په دوامداره توګه په سیمه کې د خاورې pH اغیزه کوي چې د کرنې د برخې د څېړونکو لخوا منظم تعقیب ته اړتیا لري. اوس مهال، کروندګر د خاورو د سمون د پارامیټرونو او اسانتیاو په اړه په بشپړه توګه ناپوه دي، ترڅو د دوی کرنیز حاصلات لوړ شي. دغه ترسره شوې څېړنه د خاورو د راتلونکو څېړنو او مطالعو لپاره لاره خلاصوي او د خاورې د برخې د څېړونکو پاملرنه د خاورو د سمون اړوند مسایلو ته برابروي. دا څېړنه د لومړي ځل لپاره په سیمه کې ترسره شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۱۹
Background image

د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې/ ادبیات کودک و شیوه‌های تربیتی آن

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ۱۴۴۷هـ.‌ق کال د شعبان المعظم پر ۲۲مه چې د ۱۴۰۴هـ.‌ش کال د سلواغې له ۲۱مې سره سمون لري، د سه‌شنبې/ درې‎نۍ پر ورځ د ماشوم ادبیاتو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د سيمه ييزو مطالعاتو ژورنال ۱۴۰۴ ل، د درېيمې ربعې ۳ مه، پرله پسې ۷۸ مه ګڼه چاپ شوه!

سيمه ييزو مطالعاتو ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي– څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کې يې خپرېدل پيل شول، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

BACK TO NEWS