د تقاعد شویو استادانو د علمي ـ څېړنیزو کارونو درناوي غونډه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۳۷
د تقاعد شویو استادانو د علمي ـ څېړنیزو کارونو درناوي غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټوټ له خوا د تقاعد شويو پنځو علمي غړو د علمي- څېړنيزو کارونو او خدمتونو په مناسبت د درناوي غونډه وکړه.

دغه غونډه چې د ۱۴۰۴ کال د وږي میاشتې په ۳مه د سهار پر لسو بجو د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې وشوه، د څېړنوال دوکتور محمد داود عربزي د قرآن کریم په مبارکو آیتونو پیل شوه.

په تقاعد شويو استادانو کې څېړندوی استاد محمد آصف صمیم، څېړنپوه محمد نبي صلاحي، څېړنپوه خیرمحمد حیدري، څېړنپوه شهزاده توحیدمل او څېړنپوه عاطفه نورستانۍ شامل وو.

د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټوټ مشر څېړنپوه محمد آصف احمدزي د غونډې پرانیستونکې وینا وکړه او ویې ویل: هر استاد د قدر وړ علمي کارونه کړي او د افغانستان د فرهنګ، ژبو او ادبیاتو په اړه يې ګټور او مهم علمي آثار ټولنې ته وړاندې کړي دي، نو له دوی هیله کېږي چې په دې تېرو وختونو کې چې دوی کومې تجربې تر لاسه کړې دي، دا دې ولیکي او ترڅنګ دې خپلې اټوبیوګرافۍ وليکي او د افغانستان د تاریخ په مستندولو کې دې برخه واخلي او په دې اړه دې لیکنې او آثار وليکي.

ورپسې د اسلامي علومو مرستیال ښاغلي ابوسعيد راشد وینا وکړه او زیاته یې کړه چې: ټول علوم د درناوي وړ دي او علوم نه باید ووېشل شي، ځکه چې فرض علم په اخروي چارو کې په کارېږي خو فرض کفایي علوم بیا هغه علوم دي چې په دنیوي چارو کې ګټه ترې اخیستل کېږي. زموږ ډېرو اکابرو ښه کتابونه په ډېرو سختیو کې لیکلي دي، ځینو خو په زندانونو کې ډېر درانه کتابونه لیکلي دي. نو له تقاعد شویو استاذانو څخه هیله کوو چې قلم پر ځمکه کښېنږدي، لا نورې لیکنې دې وکړي او پاتې عمر دې له کتاب سره تېر کړي.

وروسته د ژبو او ادبیاتو مرکز رئیس څېړنپوه دوکتور سید نظیم سیدي د تقاعد شویو استادانو ځینې خوږې خاطرې له ګډونوالو سره شریکې کړې او ورپسې یې د هر تقاعد شوي استاد د کارونو او څېړنو ستاینې په نوبت سره بیان کړې. ښاغلي سیدي وویل: زموږ استادان چې په څېړنو پوه شي نو په کور کېني، خو څېړنه هغه وخت خوند کوي چې اداري یا رسمي مسئولیت او مصروفیت نه وي.

د غونډې په دویمه برخه کې تقاعد شویو استادانو ته د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټوټ له لوري برابرې شوې ستایندړې ورکړل شوې.

ورپسې د تقاعد شویو استاذانو په استازولۍ سره څېړنپوه محمد نبي صلاحي وینا وکړه، ويې ویل: دا چې د اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ موږ یاد کړو، د ټولو استادانو په استازیتوب مننه کوم. موږ چې څومره کار کړی دی ډېر کم دی، د وطن پوره حق مو نه دی پرځای کړی، د مرګ تر ورځې پورې به له دې لارې څخه نه راګرځو او دا ملت پر موږ حق لري چې لا نورې څېړنې او لیکنې وکړو. او ځوانان باید هڅه وکړي او خپل علمي کارونه له علمي سټنډرډونو سره برابر کړي او خپل علمي کارونه له پوره ایډېټ وروسته ټولنې ته وړاندې کړي، پر نویو موضوعاتو باندې څېړنې وکړي چې زموږ ټولنه وښورېږي او له نورې نړۍ سره د څېړنو په برخه کې سیال شو.

غونډه د علومو اکاډمي د علمي منشي څېړنوال دوکتور عزیزګل صافي په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۳
Background image

دټولنیزو شبکو له لارې د نکاح عقد د حنفي فقه په رڼا کې

نن څلورنۍ/چهارشنبه د ۱۴۰۴ل کال د لیندۍ/قوس په ۵مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د فقه او قانون مرکز علمي غړي او د ثقافت دیپارتمنت آمر څیړندوی اسدالله میاخیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۵۹
Background image

شمارۀ 86 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۴ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS