«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې‌چارې»علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۸:۳۵
«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې‌چارې»علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې‌چارې» د هغه علمي- څېړنيز سيمينار د مقالو ټولګه ده چې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې پر ۲۱مه (د ۱۴۴۷هـ.‌ق کال د شعبان المعظم ۲۲مه) ترسره شوی و.

په دې (۷+ ۱۱۴۰= ۱۱۴۷) مخيزه مجموعه کې د پوهانو او څېړونکو (۶۷) علمي- څېړنيزې مقالې شاملې دي چې د ماشوم د ادبیاتو بېلابېل اړخونه، لکه عمومي تيوريکي موضوعات، تاريخي بهیر، منظوم ادبیات، منثور ادبیات، ژبني – ژبپوهنيز او فولکلوري مسایل په کې تحلیل شوي دي. دغه‌راز په دې مقالو کې روزنيز مسایل د قرآن کریم، نبوي احادیثو او د اسلافو له نظره بیان شوي او هم يې ترڅنګ په نظمونو کې ماشومانو ته روزنيز مسایل تحلیل شوي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ادبیاتو او د هغوی د روزنې د لارو‌ چارو په برخه کې د دغې ټولګې چاپېدل بې‌ساری ګام دی چې څېړنې او مقالې يې د ماشوم ادبیاتو د حوزې او د هغوی د روزنې لپاره څېړونکو، ښوونکو او مینه‌والو ته د نورو تحقیقاتو لپاره ګټور علمي مواد برابروي.

دغه ټولګه د څېړنپوه محمد آصف احمدزي په سريزې، ترتیب او تدوین د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا چاپ شوې ده.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-09/Children%E2%80%99s%20Literature%20and%20its%20Educational%20Methods%20%28Collection%20of%20Scientific%20Research%20Papers%29.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له کتابپلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چیل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د زمري او وږي میاشتې دوه ګڼې چاپ شوې

زېری د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انسټيټيوټ د علمي خپرنيز ارګان په توګه له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل.) کال کې تأسيس شوی دی چې دمګړۍ يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

BACK TO NEWS