د هند او پاکستان وروستی کړکېچ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴۱
د هند او پاکستان وروستی کړکېچ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي معاون سرمحقق ضیاالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې (د هند او پاکستان وروستی کړکېچ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمۍ د علمي غړو په حضور کې وړاندې کړ. ښاغلي ضیا د خپل کنفرانس په لومړۍ برخه کې د هند او پاکستان وروستی کړکېچ په درېیو پړاوونو کې وڅېړه؛ نوموړي زیاته کړه چې دا کړکېچ د ۲۰۲۵زکال د اپرېل په ۲۲ مه نېټه د پهلګام په سیمه کې د ۲۶ ملکیانو له وژل کېدو سره پیل شو او د یو شمېر دیپلماتیکو ګامونو له اخیستلو وروسته، هند د مې میاشتې په ۷ مه نېټه د پاکستان دننه پر نهو ځایونو حملې وکړې او د همدې میاشتې په لسمه نېټه اوج ته له رسېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب او د دواړو هېوادونو له لوري د اوربند په اعلان سره پای ته ورسېد. ښاغلي ضیا پر سیمه، افغانستان او له سیمې بهر د دې کړکېچ سیاسي، امنیتي او اقتصادي اغېزې په هر اړخیزه توګه روښانه کړې او زیاته یې کړه چې د هند او پاکستان ترمنځ د دې ډول کړکېچونو له امله د سیمې ستراتیژيک ثبات او امنیت له ګواښ سره مخ شوی، د نظامي سیالیو او سیاسي دوښمنیو د ډېرېدو له امله یې د هېوادونو ترمنځ وېره او نا ډاډمنتیا رامنځته کړې او سیمه ییز اقتصادي ادغام او اتصال یې مختل کړی دی. نوموړي د کنفرانس په دویمه برخه کې د بحث د ګډونوالو پوښتونو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل او په پای کې کنفرانس د علمي کمیسیون له خوا د رایو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د تلې او لړم مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي معاون سرمحقق ضیاالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې (د هند او پاکستان وروستی کړکېچ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې) تر سرلیک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۸:۲۲
Background image

د هېواد د صنعت په پراختیا کې د تخنیک او نویو ټکنالوژیو د رول ارزونه

نن د چهارشنبې/ څلورنۍ ورځ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۷مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د جدي/ مرغومي میاشتې له ۱۷مې نېټې سره سمون خوري، د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې د. . .

BACK TO NEWS