د پشه‌یي ژبې د الفبا د اصلاح او تصویب خبرتیا

Ezatullah_admin
د پشه‌یي ژبې د الفبا د اصلاح او تصویب خبرتیا

د افغانستان د علومو اکاډمي په ویاړ سره هېوادوالو ته خبر ورکوي چې افغانستان د بېلابېلو قومونو ګډ ټاټوبی او د بېلابېلو آریایي ژبو او بډایه فرهنګونو کور دی. د هېواد هر قوم د خپلې ژبې او شفاهي ادبیاتو له لارې د افغانستان د فرهنګي تنوع او ملي شتمنۍ په بډاینې کې ارزښتناک رول لوبولی دی. پشه‌یي ژبه، چې د هېواد له لرغونو او آریایي ژبو څخه شمېرل کېږي او د زرګونو هېوادوالو د اړیکو او فرهنګ ژبه ده، د فرهنګیانو، لیکوالانو، څېړونکو، ویونکو او لوستو کسانو د غوښتنې او د علمي اړتیاوو پر اساس، د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي او مسلکي اصولو په رڼا کې د متخصصو پوهانو د کمیسیون له لارې د پشه‌یي ژبې الفبا له سره وڅېړله، اصلاح یې کړه او له لازمې علمي ارزونې وروسته یې د هېوادوالو د استفادې لپاره وړاندې کړه.
هیله ده چې د پشه‌یي ژبې ټول لیکوالان، څېړونکي، ښوونکي، رسنۍ او نور کاروونکي له دې اصلاح شوې الفبا څخه په خپلو علمي، فرهنګي او تعلیمي فعالیتونو کې ګټه واخلي، څو د دغې لرغونې ژبې د معیاري کېدو، ودې او لا پراختیا لپاره ګډ او اغېزناک ګامونه پورته شي.

Documents

د پشه‌یي ژبې د الفبا مکمل فایل

اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کادري بستونو د شارټ‌لېسټ خبرتیا

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کادري بستونو د ازادې سیالۍ په بهیر کې د ګډون کوونکو نوماندانو د اسنادو له ارزونې وروسته، هغه نوماندان چې شرایط یې پوره کړي/ واجد شرایط دي، شارټ‌لېسټ شوي دي. . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۴۲
Background image

«په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهان الدین مرغیناني (رحمه الله) د علمي میراث ونډه او مقام» د علمي – څېړنیز کنفرانس د مقالو غوښتنو نېټه تمدید شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي په پام کې لري چې د روان لمریز کال په میزان کې د ازبکستان د علومو اکاډمي سره په ګډه د علامه برهان الدین المرغیناني (رح) د فورم تر چتر لاندې (په معاصرو اسلامي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

" معاصرې ادبي او ژبنۍ نظريې" د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل. کال د کالګڼې لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښتنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز، د زېري جريدې مديريت په پام کې لري چې په روان (۱۴۰۵ل) کال کې "معاصرې ادبي او ژبنۍ نظريې" تر سرلیک لاندې د علمي - څېړنیزو مقالو يوه ټولګه . . .

Back to announcements