د پښتو د منظومو ادبياتو په پرمختيايي بهير کې د ښځو ونډه» علمي- تحقيقي پروژې دفاعيه غونډه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۱۴:۴۳
د پښتو د منظومو ادبياتو په پرمختيايي بهير کې د ښځو ونډه» علمي- تحقيقي پروژې دفاعيه  غونډه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز مرکز علمي غړې څېړنوالې ملکې مشتري په ۳/ ۶/ ۱۳۹۹ نېټه له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې «د پښتو د منظومو ادبياتو په پرمختيايي بهير کې د ښځو ونډه» څخه په بریالیتوب دفاع کړه.

اغلې مشتری دغه پروژه د څېړنپوه محمد عارف غروال په لارښوونه بشپړه کړې او د نوموړي مثبت نظر يې ترلاسه کړی او همدارنګه درېيو استادانو هر يو څېړنپوه نصرالله ناصر، څېړنوال سید نظيم سيدي او څېړنوال محمد اصف احمدزي پرې مثبت تقریظونه لیکلي وو.

یاده پروژه پر سریزې سربېره په شپږو څپرکو کې څېړل شوې او لیکل شوې ده چې په پای کې د څېړنې پایله او وړاندیزونه هم راوړل شوي دي.

په ټوله کې په دغې پروژه کې د لرغونې، منځنۍ او معاصرې دورې په منظومو ادبياتو کې د ښځو پر رول او ونډې بحث او څېړنه شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۹:۵۴
Background image

شمارۀ 85 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

د ګوَري ژبې مورفولوژي

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ل.کال د زمري (اسد) میاشتې پر ۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی شریف الله سانېن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د ادبي تذکره لیکنې اصول، لارې چارې او د ځينو ادبي تذکرو ارزونه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی مطیع الله ساحل «د ادبي تذکره لیکنې اصول، لارې چارې او د ځينو ادبي. . .

BACK TO NEWS