د کمال خان بند د پرانیستې په منظور د مقاله لیکنې جشنواره
د کمال خان بند د پرانيستې په منظور د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې، لوړو زده کړو وزات او د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا د علمي مقالو او ليکنو جشنواره په ۲۷/ ۱۲/ ۱۳۹۹ نېټه ترسره شوه او د غوره مقالو ليکوالان وستايل شول.
په دې جشنواره کې د نورو لوړپوړو چارواکو او مسئولینو ترڅنګ د علومو اکاډمي چارواکو او علمي غړو هم برخه اخیستې وه.