د یوه پاچا بېرته راتګ کتاب انتقادي کتنه
د علومو اکاډمي د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «د یوه پاچا بېرته راتګ کتاب انتقادي کتنه» تر سرلیک لاندې د علومو اکاډمي د څېړونکو او پوهانو په حضور کې علمي ــ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
آرین په پیل کې د کتاب د پېژندنې په برخه کې وویل، چې دا کتاب په انګرېزي ژبه Return of a King د سکاټلنډي لیکوال ویلیم ډالرېمپل له لوري لیکل شوی، په ۲۰۱۳ م. کال چاپ او وروسته بیا پښتو ژبې ته عبدالکریم رحیمزي ژباړلی دی. ډالرېمپل د دې کتاب د لیکلو لپاره د هند، لاهور او افغانستان ملي ارشیفونه کتلي او د خپل کتاب په بشپړولو کې یې پر کتابونو سربېره له خطي نسخو څخه هم ګټه اخیستې ده. د دې کتاب د بحث موضوع د افغان او انګلیس لومړۍ جګړه ده.
ډالرېمپل د خپل کتاب په پیلیزو خبرو کې د افغانستان په اړه داسې جملې کښلې چې له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري. وروسته یې د احمدشاه بابا او زمان شاه په اړه د نیت بدۍ او تعصب پر بنسټ څرګندونې کړې دي. هند ته یې د دوی پوځي لښکرکشۍ د خزانې د ډکولو لپاره زوړ افغاني دود بللی. د افغان او انګلیس د لومړۍ جګړې د ملي مبارزینو او مجاهدینو، په ځانګړې توګه د (امین الله خان لوګري، عبدالله خان اڅکزي، محمدشاه خان غلجي، میر مسجدي خان او میرحاجي) په اړه یې د تاریخ لیکنې د اصولو خلاف له حقیقت او انصاف څخه لرې نظریات بیان کړي او له انګلیس سره یې د دوی ټولو مبارزه د دین او وطن په خاطر نه، بلکې د شخصي ګټو لپاره بللې ده.
د پښتو ژبې تکړه او نوم وتي شاعر خوشحال خان خټک ته یې داسې بیت منسوب کړی چې د خوشحال بابا له فطرت سره بالکل معکوسه اړیکه لري. له دې ټولو ټولو ورهاخوا ډالرېمپل، انګرېز چارلس مسون د افغانستان د لرغونپوهنې پلار بللی او لیکلي یې دي چې مسون په افغانستان کې په میتودیک ډول د یونان باختري ښار بګرام وسپاړه. خو اصلي حقیقت دا دی چې مسون په افغانستان کې زیاتره تاریخي اثار نړولي او لوټ کړي، د همدې لوټنو په ترڅ کې یې له افغانستان څخه ۳۷۰۰۰ سکې غلا او لندن ته یې له ځان سره یووړې.
نوموړي د افغانانو په منځ کې نور ناموسي موضوعات هم په جانبدارانه توګه بیان کړي. لنډه دا چې تر ډېره یې د انګرېز ښه او د افغانانو سپکه په کې بیان کړې ده.
د علومو اکاډمي څېړونکي ولي الله ارین د ویلیم ډالرېمپل ټول له تحریف څخه ډک، له منطق څخه لرې او له حقیقت څخه تش موضوعات د علمي سرچینو او منطق په ژبه یو په یو نقد کړل. ژمنه وشوه چې دا علمي نقد به انګرېزي ژبې ته ژباړل کېږي او په نړیوالو وېب سایټونو کې به خپرېږي، ترڅو د نورې نړۍ لوستونکي له اصلي حقیت څخه خبر شي.
په پای کې د کمیسیون غړو د رایو په یووالي کنفرانس مثبت وارزاوه.
