مخکتنه: د ادبیاتو دنیا

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۴:۶
مخکتنه د ادبیاتو دنیا

کابل: «د ادبیاتو دنیا» اثر مخکتنه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د وږي مياشتې پر ۲۰مه نېټه د سهار په لسو بجو د افغانستان د علومو اکادمي د علامه کهزاد د سيمينارونو په تالار کې وشوه.

دغه اثر چې د استاد اسدالله غضنفر او استاد نجیب الله منلي د ادبي موضوعاتو مرکې او بحثونه دي، په دې وروستيو وختونو کې چاپ او خپور شوی دی.

د همدغه اثر د مخکتنې په غونډه کې د علومو اکاډمي علمي غړو، د پوهنتونونو استادانو، فرهنګيانو، ليکوالو، شاعرانو او محصلينو برخه اخیستې وه.

غونډه د قرآن کريم په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي منشي څېړنوال رفيع الله نيازي په پرانيستې وينا ک راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وويل چې د اسدالله غضنفر او نجیب الله منلي دغه اثر د نورو کتابونو او آثارو په پرتله په بېل سبک او ډول لیکل شوی دی چې نوموړو دواړو ښاغلو ته يې مبارکي وايي.

ده دا وړانديز هم وکړ چې د نورو ادبي پروګرامونه خپرونې دې هم په کتابي بڼه چاپ شي.

څېړنپوه دوکتور سید محی الدین هاشمي، دغه اثر کوچنی دایرة المعارف وباله، خو هيله يې وښوده چې کاشکې استاد غضنفر او استاد منلي دغې راډيويي پروګرام ته تر ننه پورې دوام ورکړی وای.

خو ده يادونه وکړه چې «د ادبیاتو نړۍ» اثر کې که ځينې ادبي مسايل په يو څه تفصيل سره بيان شوي وای، لا به ښه و.

پوهنيار نرګس حسنزۍ بيا وويل، دا چې ادبيات زموږ په ژوند کې څه ګټه لري، همدغسې موضوعات په دې کتاب کې روښانه شوي دي. بېلا بېل موضوعات په کې په سرسري توګه نه دي راوړل شوي، بلکې ښه څېړل شوي او بيان شوي دي.

څېړنپوه محمد نبي صلاحي د دې اثر د ليکلو هدف د ځوان کهول پوهې زياتول او د ځوانانو د ادبي او فکري روزنې کې مثبته ونډه اخیستل وبلل.

د هغه په وينا، په دې اثر کې حشو او اضافات نه ليدل کېږي، د وخت او زمانې محسوس موضوعات په کې رانغاړل شوي دي. په دې اثر کې کوښښ شوی چې لوستونکو ته ګټور او اغېزناک معلومات ورکړي او په کومه ادبي يا ژبنۍ موضوع چې د دواړو استادانو له خوا اختلاف راغلی، نو همدې اختلاف هم مختلف او متنوع مسايل مطرح کړي دي چې د دې اثر د لا ګټورتیا سبب ګرځېدلی دی.

ليکوال او شاعر ګلنور بهمن ياد شوی اثر ارزښتمن وباله، خو هيله يې وکړه چې په راتلونکي چاپ کې دې د کتاب پر نوم بياغور وشي.

پوهندوی ډاکټر اجمل ښکلي دغه اثر په اوسني عصر کې مهم وباله او هيله يې وښوده، د دې په ځای چې د دې اثر کره کتنه په کلي ډول وشي، په هرې موضوع يې نقد وشي، چې په دې سره به د کره کتنې لپاره يوه لاره هواره شوې وي.

ښکلي زياته کړه، په کتاب کې ځينې داسې مسايل شته چې لا ډېر دقت ته اړتيا لري. کاشکې دا کتاب د موضوعي رابطو په اساس ډلبندي او چاپ شوی وای.

استاد نجیب الله منلی بيا د غونډې ګډونوالو ته په دې اړه چې دا کتاب څنګه رامنځ ته شوی او ايا دا علمي کتاب دی که نه، معلومات وړاندې کړل.

ده وويل چې دا علمي او پوهنتوني کتاب نه دی، بلکې د راډيويي مرکو مجموعه ده چې له ادبياتو سره د تړليو موضوعاتو په باب خبرې په کې شوي چې ټول ۹۵ بحثونه رانغاړي.

هغه زياته کړه، «د ادبیاتو نړۍ» اثر دایرة المعارف هم نه دی، بلکې د ادبياتو نړۍ ته څو دريڅې دي، ترڅو نويو څېړنو ته لار پيدا کړي.

استاد اسدالله غضنفر په دې غونډه کې په خپله د مخکتنو غونډو په اړه بحث وکړ چې له نورو غونډو سره څه توپير لري.

ده وړانديز وکړ چې څېړونکي، استادان او محصلين دې په نويو او ژونديو مسايلو بحث او څېړنې وکړي.

د هغه په خبره، «د ادبیاتو نړۍ» اثر کې استاد منلي علم د علم لپاره مسايل مطرح کړي او ده د دې لپاره مسايل مطرح کړي چې ټولنې او خلکو ته څه ګټه لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۸:۲۲
Background image

د هېواد د صنعت په پراختیا کې د تخنیک او نویو ټکنالوژیو د رول ارزونه

نن د چهارشنبې/ څلورنۍ ورځ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۷مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د جدي/ مرغومي میاشتې له ۱۷مې نېټې سره سمون خوري، د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۲:۳۰
Background image

د انتي بیوتیکونو مقاومت: یو نړیوال روغتیایي ګواښ

د وړاندې کولو نیټه: ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ د وړاندې کولو ځای: د افغانستان د علومو اکاډمي د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د طبي علومو د مرکز علمي کادر غړي څېړنپوه ډاکټر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۲:۲۴
Background image

د یوه پاچا بېرته راتګ کتاب انتقادي کتنه

د علومو اکاډمي د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «د یوه پاچا بېرته راتګ کتاب انتقادي کتنه» تر سرلیک لاندې د علومو اکاډمي د څېړونکو او پوهانو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS