په فقه او قانون کې د لقیط او لقطې د احکامو څېړل

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۰:۲
نوماند څېړندوی ضیاءالله عادل

"د علمي- څېړنیزې پروژې دفاع "

د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د اسلامي علومو معاونیت اړوند د فقهې او قانون مرکز د فقهې او اصول فقهې انسټیټوټ د فقهې څانګې غړي نوماند څېړندوی ضیاءالله عادل د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې یو کلنې علمي- څېړنيزې پروژې (په فقه او قانون کې د لقیط او لقطې د احکامو څېړل) څخه د علومو اکاډمي د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون په وړاندې خپله دفاع ترسره کړه.

دا علمي- څېړنیزه رساله په سریزه، څلور څپرکو، پایلې، وړاندیزونو او مآخذونو مشتمله ده چې تفصیل يې په دې ډول دی:

په لومړي څپرکي کې د اړوندې موضوع شالید روښانه شوی دی.

په دویم څپرکي کې په فقه او قانون کې د لقیط او لقطې پېژندنه، ډولونو، شرطونو او ارکانو ته اشاره شوې ده.

په درېیم څپرکي کې په فقه او قانون کې د لقیط او لقطې احکام بیان شوي دي.

په څلورم څپرکي کې په فقه او قانون کې د لقیط او لقطې اړوند د ټولنې او دولت مسؤلیتونه معرفي شوي دي.

په پای کې د دې علمي- څېړنیزې پروژې پایله، وړاندیزونه او په رساله کې کارول شوي مآخذونه راوړل شوي دي.

د دې علمي- څېړنیزې پروژې د دفاع په پای کې د څېړونکي له خوا د څېړونکو، ګډونوالو او د کمیسیون د غړیو پوښتنو ته قناعت کوونکي ځوابونه وویل شول.

د غونډې په پای کې د یادې علمي- څېړنیزې پروژې د دفاع د ارزونې کمیسیون له لوري د رایو په اتفاق سره دا څېړنیزه پروژه مثبته وارزول شوه او څېړونکی یې له نوماند څېړندوی علمي رتبې څخه د څېړندوی علمي رتبې ته د ترفیع کولو وړ وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۱:۲۵
Background image

د هېواد له سیندونو څخه د برېښنا انرژۍ د تولید څرنګوالی

د علومو اکاډمۍ د طبیعي- تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي فزیک او تخنیک علومو مرکز غړي څېړنپوه انجینر عنایت الله "نيازي" خپل علمي-څېړنيز کنفرانس (د هېواد له سیندونو څخه د برېښنا انرژۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۲:۳۸
Background image

په جرمني کې د پښتنو فرهنگي هڅې

د پښتو څېړنو بين المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمايت الله ښاد «په جرمني کې د پښتنو فرهنگي هڅې» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ. په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۹:۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د بشري علومو په معاونیت کې افتخاري غړیتوب غونډه وشوه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په بشري علومو معاونیت کې د کونړ د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د استاد او د یاد پوهنتون د څېړنو د معاونیت مشر پوهندوی دوکتور سیداصغر هاشمي د افتخاري غړیتوپ په. . .

BACK TO NEWS