په جرمني کې د پښتنو فرهنگي هڅې

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۲:۳۸
حمایت الله ښاد

د پښتو څېړنو بين المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمايت الله ښاد «په جرمني کې د پښتنو فرهنگي هڅې» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

په پيل کې د کنفرانس د موضوع پر موخو، ارزښت او اړتيا، د څېړنې پر ډول او مېتود باندې هر اړخيزې خبرې وکړې او ورپسې يې د موضوع په تړاو د المان يا جرمني د معرفۍ، له جرمني سره د افغانستان پر تاريخي، علمي او فرهنگي اړيکو، جرمني ته د افغانانو د ورتگ پر تاريخي بهير او لاملونو او په ټوله کې په جرمني کې د پښتنو له لوري پر ترسره شويو فرهنگي هڅو باندې رڼا واچول شوه.

څېړونکي د خپلې څېړنې له مخه هغه ټولنې او ترسره شوي فرهنگي فعاليتونه د وړاندې کولو تر څنگ وارزول چې د پښتنو له لوري په جرمني کې رامنځ ته شوي وو.

همدا راز په پايلې کې دا وښوول شول چې په جرمني کې پښتانه د خورا اوږدې مخينې او مېشتېدنې پر بنسټ د پښتو ادبياتو او فرهنگ يوه نوې فرهنگي حوزه رامنځ کړې ده چې د پښتو ژبې او فرهنگ د ودې او پراختيا په برخې کې يې ډېر خدمتونه ترسره کړي دي.

د علمي – څېړنيز کنفرانس په پای کې د برخوالو له لوري پوښتنې وړاندې شوې چې د څېړونکي له لوري ورته هراړخيز او مقنع ځوابونه ورکړل شول او د ارزوونکي کمېسيون له لوري دغه کنفرانس مثبت وارزول شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS