د ليکوال او څېړونکي سید هاشم هاشمي (پاچا) د ۱۴ کتابونو د مخکتنې غونډه وشوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۱۰:۲۵
د ليکوال او څېړونکي سید هاشم هاشمي (پاچا) د ۱۴ کتابونو د مخکتنې غونډه وشوه

د ديني عالم، ليكوال او څېړونكي ښاغلي استاد سید هاشم هاشمي (پاچا) د نویو ۱۴ چاپ شوو کتابونو د مخکتنې غونډه د علومو اکاډمۍ له خوا د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د ۱۴۰۰هـ. ش کال د غويي مياشتې په ۲۸مه ترسره شوه.

د غونډې پیل کې د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب د ښاغلي هاشمي د آثارو د علمي ـ فرهنګي او معنوي ارزښتنونو او ځانګړنو په هکله پر نظریاتو څرګندولو سربېره وویل: كه د استاد هاشمي همدغو نويو چاپ شويو آثارو منځپانګې او علمي موضوعاتو ته وګورو، نو راته د نوموړي لوړه ديني پوهه او سپېڅلې ګروهه، د څېړنې او ليكوالۍ عالي صلاحيتونه او علمي فرهنګي ذوق په ډاګه كېږي. دوى په يوه لوېديځ پانګه وال هېواد كې اوسي، خو كله چې مطالعه او څېړنه كوي، خپله مسلمانه ټولنه له پامه نه غورځوي او دا له خپل هېواد، اسلامي ټولنې او خلكو سره د هغوى مينه او پر هغوى داسې لوريېنه ثابتوي چې د هغوى لپاره د اسلام د سپېڅلي دين له نظره داسې ټولنيز موضوعات وټاكي، چې زموږ وګړي ورسره هر وخت، په ځانګړي ډول په دې څه د پاسه څلورو لسيزو غميزه كې، په هر اړخيزه توګه ځپل شوې ټولنه كې، پر هغې پوهېدنه د هر مسلمان لپاره ډېره ضروري او لازمه ده.

ده زیاته کړه، د نوموړي د اثارو سرليكونه ته كه وکتل شي، پوره پوره د معنوي ارزښت او زړه راښكون څخه برخمن دي. په دغو آثارو كې لوړ ديني او ټولنيز مسايل د اسلامي شريعت په رڼا كې په ډېره خوږه، روانه او اسانه ژبه د خپلو هېوادوالو لپاره وړاندې شوي دي چې د ډېرې ستاينې وړ دي.

د شکېب په خبره، د استاد هاشمي تر ټولو لويه سرښندنه او قرباني داده چې په لوېديځ كې د خپلې كورنۍ له لوړو لگښتونو څخه په ډېرو ستونزو سپمولې پيسې دلته په هېواد كې د دغو كتابونو په چاپ او خپرولو لگوي او هغه بيا پر خلكو وړيا وېشي، چې ښايي په دې كې به يې د ځان لپاره د جاري صدقې او پر خپلو هېوادوالو زياتې لوريېنې بله هيڅ موخه او هدف نه وي نغښتى، چې دا موږ ته د دوى علم پالنه او فرهنګپالنه ښه را زباتوي.

ورپسې د ولسمشر سلاکار محمد زرین انځور له علومو اکاډمۍ څخه د داسې غونډو له جوړولو څخه د مننې کولو ترڅنګ وویل، د افغانستان د یوه مستحق عالم د کتابونو د نمانځنې غونډه رابلل شوې ده. ښاغلي هاشمي د خپل ژوند ډېره اساسي برخه (مالي برخه) د دې کتابونو په چاپ او خپراوي کې لګولې ده، عامو خلکو اسلام په پوره معنا نه دی پېژندلې، عالمانو ته په کار ده چې کوښښ وکړي دیني مفاهیم او مطالب په عام فهمه توګه خلکو ته ورسوي.

د نوموړي په وینا، د پاچا صیب د کتابونو یوه ځانګړنه دا ده چې پېچلي دیني او فقهي مسایل یې په عام فهمه ژبه خلکو ته رسولي دي، ترڅو خلک د دین له احکامو او ارشاداتو په ښه توګه خبر شي. ټولنیز مسایل د شریعت له نظره او اخلاقي مسایل د اسلام دین له نظره ډېر مهم موضوعات دي چې په دې شرایطو کې ورته ضرورت احساسیږي، چې پاچا صیب دې موضوعاتو ته په خپلو آثارو کې ځای ورکړی دی.

وروسته د استاد هاشم هاشمي (پاچا) د ۱۴ عنوانه کتابونو ارزونه د علومو اکاډمي د علمي غړو له خوا وشوه چې په لاندې توګه دي:

«صلح د قرآن او سنت په رڼا کې» د څېړنوال برهان الله نیازي له خوا، «د والدینو حقونه او مسؤلیتونه» او «د مومن صفتونه» د څېړنپوه عبدالولی بصیرت، «امارت او مسؤلیت» د څېړنپوه سید حبیب شاکر، «نېکمرغه ژوند د شریعت په رڼا کې» د څېړنپوه محمد یوسف حازمي، «علم ته د اسلام پاملرنه»، «د انسانانو عملونه او الهي مصیبتونه» د څېړنوال عبدالرحمن حامد، «د نفاق نښې» او «د اسلام د پيل مېرمنې» د څېړنوال نجیب الله امین، «د امانتونو ساتل او له خیانتونو لرې کېدل» او «وصیتونه او دیني مسؤلیتونه» د څېړنوال دکتور مومن حلیمي، «ستر ګناهونه» د څېړنوال عبدالوهاب عابد، «د نېکې کورنۍ په جوړښت کې دیني لارښوونې» د څېړنوال محمد یعقوب عبدالرحيمزي او «یوسف علیه السلام» د څېړنوال عبدالناصر باهر له خوا معرفي او وارزول شو او د هغوی له خوا ليکوال ته د يادو شوو کتابونو د لا بډاينې او غنامندۍ په موخه يو لړ پیشنهادونه وشول.

د غونډې په وروستیو شېبو کې استاد سید هاشم هاشمي (پاچا) له علومو اکاډمۍ څخه د دې غونډې د جوړولو په پار د مننې کولو ترڅنګ وویل: «زه هغه څوک یم چې پر نقد باندې خوشحاله کېږم، له استادانو څخه نړی مننه چې زما پر کتابونو یې نقد وکړ».

په پای کې غونډه د دعایې په ويلو سره پای ته ورسېده.

د يادونې ده چې سيد هاشم هاشمي (پاچا) د ننګرهار د سره رود د تور غره په لمن كې په يوه سيده او علمي متدينه كورنۍ كې نړۍ ته سترګې پرانيستي، لومړنۍ زده كړې يې په خپل كور كلي او د ديني علومو منځنۍ او ثانوي زده كړې يې د امام ابوحنيفه په عالي مدرسه او لوړې زده كړې يې د ليسانس په كچه د عربستان د ملك سعود په پوهنتون كې او د ماسترۍ په كچه زده كړې يې د پېښور پوهنتون د اسلامياتو په برخه كې د فقهې او قانون په څانګه كې او همدارنګه بله ماستري يې په جرمني كې د مسلمانانو د اسلامي مركز په نړيوال پوهنتون كې ترلاسه كړې ده.

نوموړي په هېواد كې د ناامنه ټولنيزو او سياسي حالاتو له كبله د جرمني هېواد ته كډوال شوى چې اوس مهال د بن په ښار كې اوسېږي او ترڅنګ يې د اسلامي بلنې د كلتوري ټولنې مشري هم په غاړه لري.