د افغانستان په اقتصادي پرمختیا کې د کرنې او صنعت د متقابلو اغېزو څېړنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۲:۴

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:

د پروژې نوم: د افغانستان په اقتصادي پرمختیا کې د کرنې او صنعت د متقابلو اغېزو څېړنه

څېړونکی: د اقتصاد انستیتوت د تصدي اقتصاد ډیپارټمنټ آمر ښاغلی خوشحال تسل

د پروژې د پيل او پای نېټه: (۱۳۹۰ - ۱۴۰۰ ل)

دغه علمي او څېړنیزه پروژه چې د علومو اکاډمي د اقتصاد انستیتيوت د تصدي اقتصاد ډیپارټمنټ آمر ښاغلي خوشحال تسل له خوا ورباندې څېړنه کېږ،ي د اجرا موده یې له ۱۲/۴/۱۳۹۸ نېټې څخه تر ۱۲/۴/۱۴۰۳ل کال پورې ټاکل شوې ده.

دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی، نو د کرنې د سکتور څېړنه او د هغه صنعتي کول د هېواد د اقتصادي پرمختیا په موخه اړینه او ضروري موضوع ګڼل کېږي، د دې پروژې د څېړنې اصلي موخه هم د افغانستان په اقتصادي پرمختیا کې د کرنې او صنعت د سکتورونو په رول او متقابلو اغېزو باندې پوهېدل او هم د یادو سکتورونو پر وړاندې د پرتو ستونزو لپاره د حل د لارو پیداکول دي.

سربېره پر دې د دې لپاره چې افغانستان د صنعتي کېدو په لور اړین ګامونه واخلي، لازمه ده چې د کرنې د ودې او غوړیدا لپاره ستراتیژیکې برنامې ترتیب او پلې شي؛ ځکه چې کرنه او صنعت یو له بل سره ډېرې نږدې اړیکې لري او کرنه د صنعت سکتور لپاره د خامو موادو په برابرولو کې مهم رول او ونډه لري.

نو په دې علمي څېړنه کې به هڅه وشي چې په یاده موده کې د هېواد د کرنې وده او پرمختیا، د صنعت وده او پرمختیا، د صنعت په پرمختیا کې د کرنې رول، د کرنې په پرمختیا کې د صنعت رول، د سوداګرۍ او مواصلاتو په پرمختیا کې د کرنې او صنعت په متقابل رول او د کرنې او صنعت سکتورونو پر وړاندې په پرتو ستونز او حل لارو باندې هر اړخیزه رڼا واچول شي او په ټوله کې به د هېواد په اقتصادي پرمختیا کې د کرنې او صنعت له متقابلو اغېزو څخه یو کلي تصویر وړاندې شي.