د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو د څېړنیز مرکز ناسته ترسره شوه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۵ - ۱۳:۵۹
د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو د څېړنیز مرکز ناسته ترسره شوه

کابل : د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز د مرستیال ښاغلي مفتي عبدالودود دیوبندي په مشـرۍ د ۱۴۰۰ هـ .ل کال د  سلواغې (دلو) په ۲۵مه نېټه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاونیت څیړونکو او پوهانو ترڅنګ د دولتي او خصوصي بانکونو مسوولینو پکې برخه اخیستې وه، چې د اسلامي بانکدارۍ په بېلا بېلو اړخونو باندې بحث تر سره شوه.