د ګـوَري ژبې مورفولوژي
څېړونکی: د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انستیتوت علمي غړی څېړندوی شریف الله سانېن
د پروژې د پیل او پای نېټه: دغه علمي- څېړنیزه پروژه له ۹ / ۵ / ۱۳۹۹ نېټې څخه تر ۹ / ۵ / ۱۴۰۴ نېټې پورې بشپړېږي.
د دې علمي- څېړنیزې پروژې هدف او مبرمیت د خپل ارزښت او اهمیت له مخې څرګند دی، ځکه ګوَري ژبه زموږ د هېواد له پخوانیو او تاریخي ژبو څخه ده چې پر افغانستان سربېره په پښتونخوا کې هم په زرګونو ويونکي لري. دا چې د هرې ژبې ګرامر د هغې ژبې ستره بنسټيزه برخه ده او د يوې ژبې په پرمختیا او بډاينه کې ستره ونډه لري، نو د دې پروژې هدف هم همدا دی چې له یوې خوا به د دې ژبې د ګرامر دویمه برخه(مورفولوژي) بشپړه شي او له بلې خوا به د دې ژبې د ويونکو او نورو څېړونکو لپاره د ګټې اخيستنې په موخه ستر خدمت وي. په همدې ډول مبرميت یې هم په دې کې دی چې د دې ژبې د ګرامر په برخه کې تر اوسه ډېر لږ کار شوی چې د دې ژبې لپاره کفايت نه کوي او دا چې مورفولوژي د يوې ژبې لپاره د بنسټ حيثيت لري چې ارزښت ته یې په کتو سره په ګوَري ژبه کې تر همدغه سرلیک لاندې کوم ځانګړی کار نه دی ترسره شوی، نو د همدې ځانګړي سرلیک لاندې د دې علمي- څېړنيزې پروژې ترسره کېدل ډېر اړین، لازمي او مبرم وو چې له نېکه مرغه تر کار لاندې ده.
په دې علمي- څېړنیزه پروژه کې چې څلور څپرکي لري پر لاندې موضوعاتو د څېړونکي له لوري بحث، څېړنه او پلټنه ترسره کېږي:
په لومړي څپرکي کې د علمي څېړنو له اصولو او معیارونو سره سم د موضوع پر شالید څېړنه ترسره کېږي او هغه آثار چې تر دې څېړنې وړاندې په کې د موضوع په اړه لږو ډېر بحث او یادونې شوي وي، په تنقیدي ډول یادونه کېږي.
په دویم څپرکي کې "د ګرامر په اډانه کې مورفولوژي ته لنډه کتنه" تر عمومي سرلیک لاندې په ګرامر، مورفولوژي، مورفیم، مورفیم او فونیم، مورفیم او څپه، مورفیم او کلمه، مورفیم او کلستر، مورفیم او دفتانګ، د مورفیم جوړښت او د مورفیم ډولونو باندې بحث، څېړنه او پلټنه ترسره کېږي.
په درېیم څپرکي کې"د ګوَري ژبې خپلواک مورفیمونه" تر عمومي سرلیک لاندې په ترتیب سره د نوم، ضمیر، صفت، عدد، فعل، قید او مصدر پر تعریف او پېژندنه، ډولونو، جوړښت او ګرداني اړخونو په پوره او لازم تفصیل سره بحث، څېړنه او پلټنه ترسره کېږي.
په څلورم څپرکي کې "د ګوَري ژبې ناخپلواک مورفیمونه" تر عمومي سرلیک لاندې پر سربلونو او اوستربلونو، اداتو، تاړو او د ګوَري ژبې د مورفولوژۍ پر عمومي جاج په پوره او لازم تفصیل سره بحث، څېړنه او پلټنه ترسره کېږي. په پای کې له معمول سره سم د څېړنې پایله، وړاندیزونه، مأخذونه او ضمایم هم راوړل کېږي.