د مرکزي آسیا په وړاندې د روسیې او امریکا د بهرني سیاست مقایسوي څېړنه او پر افغانستان یې اغیزې (۲۰۱۹-۱۹۹۱ زکال)
د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:
د اجرا موده : له ۰۵/ ۰۶ / ۱۳۹۸ نېټې څخه تر ۰۵/ ۰۶ / ۱۴۰۳ نېټې پورې
اجرا کوونکی: رحمت الله همت مظلوم یار
د علمي- څېړنیزې پروژې هدف او مبرمیت
دا چې مرکزي آسیا د روسیې د نفوذ ساحه ده او امریکا له روسیې سره سیالي لري، نو د مرکزي آسیا پر وړاندې د روسیې او امریکا د بهرنیو سیاستونو له مقایسې سره کولای شو پر افغانستان یې د منفي اغېزو له مخنیوي او مثبتو اغېزو څخه استفادې لپاره مناسبې طرحې وړاندې کړو.
د مرکزي آسیا پر وړاندې د روسیې او امریکا بهرنی سیاست د سیمې او افغانستان پر حالاتو اغېزې لري. دا چې مرکزي آسیا پراخې طبیعي زېرمې لري او د افغانستان په ګاونډ کې موقعیت لري، نو د مرکزي آسیا له هېوادونو سره د روسیې او امریکا د اړیکو مقایسوي څېړنه او پر افغانستان یې د اغېزو شننه د افغانستان لپاره له مبرمیت څخه برخمنه ده.