د هند او امریکا ستراتیژیکه ملګرتیا؛ د افغانستان په اړه یې د بهرنیو پالیسیو او اغېزو څېړنه (۲۰۱۶ـ۲۰۲۲ز کال)

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۳:۲۳

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:

ترسره کونکی: څېړنوال ضیاالحق ضیا

د ترسره کېدو نېټه: ۲۵/۱۰/۱۳۹۹ څخه تر ۲۵/۱۰/۱۴۰۵

د څېړنې موخه او مبرمیت:

د دې علمي ـ څېړنیزه پروژې موخه د هند او امریکا د ستراتيژیکې ملګرتیا څېړل، په بین المللي اړیکو کې د ستراتیژيکې ملګرتیا پېژندنه او د افغانستان په اړه د هند او امریکا د بهرنیو پالیسیو او ستراتیژیکې ملګرتیا له اغېزو بحث او شننه ترسره کول دي. په بین المللي ډګر کې د امریکا دریځونه، غبرګونونه او ستراتیژیکې ملګرتیاوې پر نورو هېوادونو پراخې اغېزې لري، نو په همدې لړ کې له هند سره د امریکا د ستراتیژيکې ملګرتیا او د افغانستان په اړه یې د بهرنیو پالیسیو او اغېزو څېړل له مبرمیت لرونکو علمي ـ څېړنیزو موضوعاتو څخه بلل کېږي.

پر دې علمي ـ څېړنیزې پروژې د لاندې تصویب شویو مفرداتو په چوکات کې څېړنه ترسره کېږي:

د هند او امریکا د ستراتیژيکې ملګرتیا خنډونه او فرصتونه، د هند او امریکا د ستراتیژیکې ملګرتیا د رامنځ ته کېدو لاملونه، د هند او امریکا پر ستراتیژيکه ملګرتیا د بهرنیو فکتورونو اغېزې، د ستراتیژیکې ملګرتیا په چوکاټ کې د سیاسي، اقتصادي او نظامي اړیکو او هستوي همکاریو څېړل او د افغانستان په اړه د هند او امریکا د بهرنیو پالیسیو او ستراتیژيکې ملګرتیا له اغېزو څخه بحث او شننه ترسره کول.

منتظره پایلې

د دې څېړنې په بشپړېدو سره به د هند او امریکا د ستراتیژيکې ملګرتیا پراختیا او څرنګوالی واضح شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ستراتیژيکې ملګرتیا په چوکاټ کې د سیاسي، اقتصادي، هستوي، دفاعي او امنیتي اړیکو د څرنګوالي او د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو د بهرنیو پالیسیو او ستراتیژیکې ملګرتیا د اغېزو په اړه هر اړخیز بحث او شننه ترسره شي چې په پایله کې به د دې تحلیل او شننې په رڼا کې د یادې ستراتیژیکې ملګرتیا څخه د ګټې اخیستنې او د زیانونو د مخنیوي په موخه د افغانستان دولت ته اړینې، علمي او عملي طرحې او وړاندیزونه وشي.