د فدراتیفې روسیې او تاجکستان د اړیکو څرنګوالی (۱۹۹۱-۲۰۱۹ز.کال)

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۹ - ۱۲:۲۳

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:

۱-  اجراء کوونکی: څېړنپوه عبدالرحیم بختانی.

۲- د اجرا موده  :  له  ۸/ ۶ / ۱۳۹۹ نېټې څخه تر ۸ / ۶ /  ۱۴۰۱ نېټې پورې .

۳-د علمي- څېړنیزې پروژې هدف مبرمیت: د دې څېړنې هدف  د فدراتیفې روسیې او تاجکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او پوځي اړیکو څېړل دي.

۴- د علمي- څېړنیزې پروژې مبرمیت: فدراتیفې روسیې په منځنۍ آسیا کې له تاجکستان سره د ځینو  نورو هېوادونو په پرتله ښې او نږدې اړیکې لرلې دي، دا چې تاجکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی او له روسیې سره  ډېرې  نږدې او هراړخیزې اړیکې لري، نو اړتیا ده تر څو دغه اړیکې وڅېړل شي.

۵- د څېړنې د پوښتنې طرح: له ۱۹۹۱ز. کال څخه تر ۲۰۱۹ز. کاله پورې د روسیې او تاجکستان اړیکې څرنګه وې؟

۶- ددې پروژې منتظره پایلې د دې علمي ـــ څېړنیزې  پروژې په بشپړولو  سره به دا څرګنده شي چې د روسیې او تاجکستان تر منځ اړیکې څه ډول وې،  له ۱۹۹۱ز. کال څخه تر ۲۰۱۹ز. کاله پورې د دې دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو  کې څه بدلونونه  رامنځته شوي دي.همدارنګه د دواړو هېوادونو د اړیکو په  برخه کې یو ځانګړی علمي ــــ څېړنیز اثر رامنځته شي، چې د بین المللي اړیکو د مطالعې مینه وال ، پوهنتونونه، د بهرنیو چارو وزارت او نورې اړوندې مراجع به ورڅخه ګټه پورته کړي.

۷-د پروژې د کار پرمختګ: د نوموړی پروژې کار نژدې شپیته فیصده بشپړه شوې ده او پاتې برخه به یې هم په ټاکل شوی نېټه پای ته رسیږي.