د پوهاند الهام پښتو ګرامر طرح؛ له عنعنې څخه د نوښت په لوري لومړنی ګام

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۵:۵۶

«شننه او ارزونه»

له علمي- څېړنیزې رسالې دفاع وشوه.

نن ۲۸/۱۰/۱۴۰۱ نېټه نوماند څېړنوال دوکتور نورالحبیب نثار له خپلې څېړنېزې رسالې ((د پوهاند الهام پښتو ګرامر طرح؛ له عنعنې څخه د نوښت په لوري لومړنی ګام «شننه او ارزونه»)) څخه د څېړنوال علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه بریالۍ دفاع وکړه.

نوموړي په  دغه علمي څېړنیزه پروژه  کې د پوهاند الهام پر ژوند، هلو ځلو او زمانه باندې بحث کړی؛ د پښتو ګرامر طرح یې را اخیستې او په وروستي فصل کې یې «د پښتو ګرامر طرح د نوښت په لوري لومړني ګام» تر سرلیک لاندې د دې طرحې شننه او ارزونه  کړې ده.  خپله رساله یې په  نتیجې، وړاندیزونو او مأخذونو راټوله کړې ده.