پر ”دنیا“ ناول کرهکتنه

"علمي- څېړنیز کنفرانس"
د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو د معاونیت، د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړي څېړنوال سیدنظیم سیدي «پر دنیا ناول کره کتنه» علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
دنیا ناول د آغلې صفیې حلیم لیکلی اثر دی، چې په ۱۳۸۴ل کال کې د سوما خپرندویې ادارې له خوا په ننګرهار کې خپور شوی دی.
ښاغلي څېړنوال سید نظیم سیدي د دنیا ناول پر شکلي جوړښت او منځپانګه دواړو کرهکتنه کړې وه او د ناول په بېلابېلو اړخونو یې بحث وکړ. دنیا ناول چې په سویلي افریقا کې د هندي کورنیو کیسه کوي او هلته د توکمیز تعصب پر وړاندې د نیلسن منډیلا په مبارزه کې د هندیانو ونډه ښيي او له بلې خوا په هغه ځای کې د هندي وګړو ترمنځ د خپل فرهنګ او کلتور ساتل انځوروي او تر څنګ يې د طبقاتي مسایلو او ناندریو په اړه هم خبرې لري.
ښاغلي څېړونکي د ناول په ښېګڼیو او کمزوریو دواړو رڼا واچوله او په هېواد کې د نالونو پر روان بهیر یې هم لنډه تبصره لرله. دغه کرهکتنه به ډېر ژر د کابل مجلې په نویو ګڼو کې چاپ او د لوستونکو او مینهوالو تر ګوتو ورسېږي.