د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۴:۱۳
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۳۰ یمه نېټه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.

پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.