د اسلامي امارت فرهنګي لاسته راوړنې

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۹:۵۹
څېړنوال رحمت الله هوتک

«علمي – څېړنیز کنفرانس»
ځای: د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت
نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ل.ل
د پښتو څېړنو نړۍوال مرکز علمي غړي څېړنوال رحمت الله هوتک ( د اسلامي امارت فرهنګي لاسته راوړنې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
ښاغلي هوتک په لومړي سرکې د موضوع پر ارزښت او مبرمیت رڼا واچوله، وروسته یې په ترتیب سره د اسلامي تحریک پر رامنځته کېدو، د اسلامي امارت د مؤسس پر ژوند او جهادي هلو ځلو، د دعوتي او وسله والې مبارزې پر لومړنیو بریاوو او د امارت اسلامي پر وروستیو فرهنګي لاسته راوړنو مفصل بحث وکړ. تر پایلې او وړاندیزونو وروسته د پوهانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې او په پایله کې د ارزونې کمېسیون له خوا یاد کنفرانس مثبت وارزول شو.