د شوروي اتحاد رامنځته کېدل او ړنګېدل؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې ۱۹۱۷ – ۱۹۹۱ز.کال
« د علمي ـ څېړنیزې پروژې دفاع»
څېړندوی عبدالخالق فردوس د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې ( د شوروي اتحاد رامنځته کېدل او ړنګېدل؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې ۱۹۱۷ – ۱۹۹۱ز.کال) بریالۍ دفاع وکړه.
څېړونکي د شوروي اتحاد رامنځته کېدو څرنګوالي، د دې اتحاد سیاسي، امنیتي، اقتصادي حالات، د دې اتحاد د ړنګېدو کورني او بهرني لاملونه، د فدراتیفي روسیې رامنځته کېدل؛ پر سیمه او افغانستان د شوروي د بهرني سیاست او وروسته یې د روسیې د بهرني سیاست اغیزو باندې هر اړخیزه رڼا واچوله او په پای کې یې اړوند چارواکو ته د خپلې ترسره شوې څېړنې پر اساس وړاندیزونه وکړل.
په پای کې د ټاکل شوي کمېسون له لوري د څېړونکي د رسالې دفاع د رایو په یووالي مثبته و ارزول شوه.