ایا نظامي کېدل د اسیا په سترو نظامي قدرتونو کې د حکومت د ثبات لامل کېږي؟ د نړۍ د حکومتولۍ شاخص رول

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۲:۵۳
ښاغلي څېړندوی عمران زکریا

«علمي – څېړنیز کنفرانس»

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز څېړونکي، ښاغلي څېړندوی عمران زکریا، څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه (ایا نظامي کېدل د اسیا په سترو نظامي قدرتونو کې د حکومت د ثبات لامل کېږي؟ د نړۍ د حکومتولۍ شاخص رول) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

څېړونکي په پیل کې د څېړنې انګېزې، موخې، اړتیا او پوښتنې ته اشاره وکړه چې د هېوادونو نظامي کېدل د متقابل ګواښ له امله رامنځته کېږي او هر څومره چې هېوادونه نظامي کېږي، هغومره د دولتونو سیاسي ثبات زیانمنېږي. د نظامي لګښتونو لوړوالی د هېوادونو اقتصادي وده او همدارنګه ښوونه او روزنه، روغتیا او نور بېلابېل سکټورونه تر خپلې اغېزې لاندې راولي. د نظامي کېدو په اړه بېلابېل تعریفونه شته چې په ټوله کې د نظامي لګښتونو لوړوالی او په ملکي ډګر کې د نظامي نفوذ پراختیا، د نظامي کېدو په معنی ده. هغه هېوادونه چې کمزوری اقتصاد لري او د نظامي سکټور د پیاوړتیا په موخه د کلني ناخالص تولید ډېره برخه پوځي ډګر ته ځانګړې کوي، پر سیاسي ثبات منفي اغېزې کوي او ځینې وختونه په کور دننه کودتاګانو او کورنیو جګړو ته زمینې برابروي. ورته مهال، د پیاوړي اقتصاد لرونکي هېوادونه خپل ملي امنیت یوازې په خپل قلمرو کې نه، بلکې له قلمرو څخه بهر په خپل بهرني سیاست کې هم تعریفوي، چې له امله یې د ملي ګټو د خوندیتوب په موخه په نورو هېوادونو کې پوځي مداخلې کوي او جګړې رامنځته کوي.

د شلمې پېړۍ په لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې او همدارنګه د سړې جګړې په اوږدو کې یو شمېر هېوادونو نظامي کېدو ته مخه کړه او د اټومي وسلو خاوندان شول او یو شمېر نور بیا د بهرنیو یرغلونو ښکار شول، چې له امله یې سیاسي ثبات له منځه ولاړ. څېړونکي، په پایله کې زیاته کړه چې په نړۍ کې د لوی ځواک سیالي او بهرنۍ پوځي مداخلې د دولتونو نظامي لومړیتوبونو ته دروازې پرانېزي او د ډېر شمېر هېوادونو نظامي لګښتونو مخ په لوړېدو دي، چې په پراخه کچه سیاسي بې ثباتي رامنځته کوي او اقتصادي وده کمزورې کوي. په اوکراین کې او همدارنګه په یو شمېر نورو سیمو کې د روانو کړکېچونو له امله د نظامي لګښتونو کچه مخ په پراخېدو ده، چې پر اقتصادي وده منفي اغېزې کوي. په یوه هېواد کې د سیاسي ثبات په ټینګښت کې ټولنیز یووالی، پياوړي بنسټونه، اغېزمنه حکومتولي، اقتصادي پرمختګ او قوي مشرتابه ټاکونکي رول لوبوي.

څېړونکي د افغانستان لپاره ځانګړي وړاندیزونه وکړل چې بېطرفه او متوازن بهرنی سیاست کولای شي د هېواد د نظامي کېدو مخه ونیسي. نوموړي زیاته کړه چې د هېواد د سیاسي حاکمیت د خوندیتوب په موخه دې تر هغه بریده نظامي سکټور ته پاملرنه وشي، چې د ملکي ډګر نورې برخې تر خپل سیوري لاندې نه راولي. همدارنګه، څېړونکی وړاندیز وکړ چې افغانستان دې د سیمې او نړۍ په کچه د نظامي تړونونو برخه نه ګرځي او له نړیوالو سره یې د دوه اړخیز باور پر رامنځته کولو ټینګار وکړ، چې د خوندي چاپېریال په شتون کې د هېواد د نظامي کېدو مخه نیسي.