په دارالحرب کې مسلمان ته د سود اخیستلو حکم

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسائلو مرکز عملي غړي څېړنوال مفتي محمدنبي "المیداني" ( په دارالحرب کې مسلمان ته د سود اخیستلو حکم) تر سرليک لاندې علمي - څېړنيز کنفرانس د اسلامي علومو په معاونیت کې د پوهانو او څېړونکو په حضور کې وړاندې کړ.
ښاغلي څېړنوال المیداني صاحب د کنفرانس په پیل کې د دارالإسلام، دارالحرب او دارالعهد پېژندنه بیان کړه، ورپسې یې د ربا/ سود تعريف وکړ، بیا یې د اړوندې موضوع بېلابېل صورتونه وڅېړل.
د یاد کنفرانس اصلي او غوښنه برخه په دې مسئله وڅرخېده چې آیا مسلمان ته په دارالحرب کې له کافرانو څخه سود اخیستل جائز دي او که نه؟
ښاغلي څېړونکي همدې پوښتنې ته په ځواب کې د اړوندې مسئلې په تړاو د فقهاء کرامو تر منځ اختلاف تر بحث لاندې ونیو او د هر یو مذهب لپاره یې دلائل بیان کړل او بیا یې د دلائلو مناقشه وکړه. د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د څېړونکي لخوا د کنفرانس پایله او د یادې موضوع په تړاو لازم وړاندیزونه وړاندې شول.
څېړونکي د کنفرانس په پای کې د څېړونکو او استاذانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او د ارزونې کمیسیون لخوا یاد کنفرانس مثبت وارزول شو.