د علمي شخصیت اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي د وفات له امله د افغانستان د اسلامي امارت د علومو اکاډمي د تسلیت پیغام

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۱۷
د علمي شخصیت اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي د وفات له امله د افغانستان د اسلامي امارت د علومو اکاډمي د تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نامتو څېړونکي، علمي شخصیت، لیکوال او شاعر اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي د اجل داعي ته لبیک ویلی او له دې فاني نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې دي. انا لله وانا الیه راجعون. مرحوم اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي د علم، تحقیق او ادب هغه ځلانده ستوری و، چې خپل ټول عمر یې علم او تحقیق ته وقف کړی و او شاوخوا ۱۳۰ علمي او څېړنیز آثار یې لیکلي او ژباړلي دي. دغه آثار، چې ځینې یې څو ځله چاپ شوي هم دي، تر ډېره په علمي ډګرونو کې د څېړونکو او محققینو له خوا د استفادې وړ ګرځېدلي دي. مرحوم عشرتي د ادبي او عرفاني تحقیقاتو په برخه کې، د اسلامي نړۍ د ستر عارف سنایي غزنوي رحمه الله علیه مهم اثر «حدیقة الحقیقة» په څو ټوکونو کې شرح کړی، چې یاد اثر یې د حدیقې د شروحو په ډله کې ځانګړی ځای لري. مرحوم عشرتي زموږ پر هېواد د روسي یرغل پرمهال، د قلمي جهاد په سنګر کې هم یوه مهمه او پیاوړې فرهنګي څېره وه. نوموړي هغه مهال، چې د افغانستان جهاد ثقافتي شورا غړی و، په هم‌مهاله توګه له لسګونو جهادي خپرونو او مجلو سره یې قلمي همکاري درلوده او له همدې لارې یې د یرغلګرو په وړاندې د فرهنګي جهاد او مبارزې ډګر ګرم ساتلی و. عشرتي هغه ادیب و، چې شعر یې د افغان مسلمان ولس د سپېڅلو هیلو او ارمانونو رسا غږ او د اذهانو د تنویر په خدمت کې و. پر دې سربېره، د مرحوم اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي په سلګونه علمي، څېړنیزې او تحلیلي مقالې د هېواد په بېلابېلو ورځپاڼو، جریدو او مجلو، لکه: انیس، اصلاح، الفلاح، ندای حق، پیام حق، عرفان او سنایي کې خپرې شوې دي، چې د ده د بې‌ساري استعداد، علمي او قلمي وړتیا ښکارندويي کوي. موږ په داسې حال کې، چې د اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي وفات د علم او تحقیق په ډګر کې یوه ستره ضایعه ګڼو، په دې مناسبت د زړه له کومې خپله ژوره خواخوږي او تسلیت د مرحوم کورنۍ، خپلوانو، شاګردانو، د علم او ادب ټولو مینه‌والو او ټول افغان مسلمان ولس ته وړاندې کوو، له الله تعالی څخه ارواښاد ته د جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوو. والسلام.

د افغانستان د علومو اکاډمي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د علمي شخصیت اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي د وفات له امله د افغانستان د اسلامي امارت د علومو اکاډمي د تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نامتو څېړونکي، علمي شخصیت، لیکوال او شاعر اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي د اجل داعي ته لبیک ویلی او له دې فاني نړۍ څخه یې سترګې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۰
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد اړوند د سيرت او صورت د اصلاح په موخه اصلاحي او توصیوي غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان: نن دوه‌نۍ / دوشنبه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادی الأولی ۱۴مه (۴ / ۸ / ۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد ریاست تر سرپرستۍ لاندې، کارکوونکو ته په اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

BACK TO NEWS