په علومو اکاډمۍ کې د اصلاحاتو په موخه غونډه وشوه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۹:۴۰
په علومو اکاډمۍ کې د اصلاحاتو په موخه غونډه وشوه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د تشکیلاتي جوړښت د اصلاح اوپر دندو او فعاليتونو د بیاکتنې په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم د تطبيق په تړاو د همغږۍ غونډه د جمهوري ریاست د عالي شورا ګانو د انسجام ریاست له لوري جوړه شوه، چې د علومو اکاډمۍ رئيس، په فرهنګي چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام سلاکارانو، د جمهوري ریاست د معاونيت د عالي مقام سلاکارانو، د لوړو زده او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو مرستيالانو او د جمهوري ریاست په حکم کې د شاملو نورو ادارو رئيسانو ‌پکې ګډون درلود.

لومړی، د جمهوري ریاست د دولت د انسجام مرستيال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل د افغانستان علومو اکاډمۍ د ارزونې د راپور په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

دغه راز، د جمهوري ریاست د عالي شورا ګانو د انسجام رئيس وويل، چې په ياد شوي راپور کې د علومو اکاډمۍ د راتلونکو څېړنيزو فعاليتونو لرلید روښانه شوی نه دی.

ورپسې د جمهوري ریاست د دویم معاونيت د عالي مقام فرهنګي مرستيال د علومو اکاډمۍ د ارزونې په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه وويل، چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم د تطبيق په موخه د اړوندو ادارو يوه اته کسيزه کمېټه جوړه شوې، چې د ارزونې پر وخت يې لاندې ټکي په پام کې نيولي:

۱. د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي مجلو د وضعيت شننه او ارزونه؛

۲. د علومو اکاډمۍ د قانون د ځينو موادو تعديل؛

۳. د پوهنتونونو له علمي کادرونو او نظر خاوندانو سره په علومو اکاډمۍ کې د طبيعي او تخنيکي علومو د څانګې د جوړېدو پر څرنګوالي مشوره؛

۴. د علومو اکاډمۍ د علمي غړو ارزونه، چې د مختلفو علومو په برخه کې څېړنې کوي؛

۵. د موجودو کارکوونکو ليست برابرول؛

په غونډه کې له هراړخيزو بحثونو وروسته دا پريکړې وشوې:

پر هغو درېيو محورونو او شپږو شاخصونو، چې غونډه کې بحث پرې شوی، لاندې اقدامات دې ترسره شي:

۱. د افغانستان د علومو اکاډمي مؤظف شوه، چې د دغې اکاډمۍ د وضعيت ښه کيدو په موخه خپلې برنامې ډلبندي او راپور يې د علومو اکاډمۍ د ارزونې کاري کمېټې ته وړاندې کړي؛

۲. د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ارزونې کاري کمېټه مؤظف شوه، چې پرخپلې اصلاحي طرحې بيا کتنه وکړي او د جمهوري ریاست د عالي مقام مطابق يې برابره کړي. دغه طرحه دې لومړی د علمي، فرهنګي او بشري پانګو په عالي شورا کې د بحث ته وړاندې او بيا د افغانستان اسلامي جمهوريت کابينې ته واستوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۵۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۲۶
Background image

د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې

“علمي-څېړنيز کنفرانس” د ژبو او ادبياتو مرکز، د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن سې‌شنبه د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه (د پشه‌يي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۴:۲۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۵ مه نېټه ترسره کړه.

BACK TO NEWS