د علومو اکاډمي د نشراتي کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ نشراتي کمیسیون خپله نوبتي غونډه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د تلې مياشتې پر ۱۳مه نېټه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د نشراتي کمیسیون غړو هر یو څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، څېړنپوه سید حبیب شاکر، څېړنپوه عبدالحفیظ عزیزي، څېړنوال رفیع الله نیازي، څېړنوال عبدالوهاب عابد، څېړنوال محمد آصف احمدزي او څېړندويې مارینا بهار ګډون درلود.
په دې غونډه کې کمیسیون ته د راجع شويو آثارو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.