«د نورستان په فولکلوریکو او شفاهي ادبیاتو کې د ښځې دریځ» پروژې دفاعيه غونډه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۰:۲۹

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ «د نورستان په فولکلوریکو او شفاهي ادبیاتو کې د ښځې دریځ» په نوم علمي- څېړنیزه پروژه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لړم میاشتې په۳مه نېټه د شنبې پر ورځ دفاع کړه.

د دې پروژې لارښود استاد څېړنپوه نصرالله ناصر او تقریظ ورکوونکي يې څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، څېړنپوه علي محمد منګل، پوهاند پښتون آقا شېرزاد او څېړنپوه محمد نبي صلاحي وو.

آغلي نورستانۍ د یادې موضوع په اړه وویل: په ټوله کې د نورستانيانو د فولکلوريکو او شفاهي ادبياتو پانګه د لرغونتوب له مخې درنه او بډايه ده چې خپل تاريخي پړاوونه يې په منظم ډول په خپل جغرافيايي چاپېريال کې تېر کړي دي. دوی زموږ د هېواد د نورو قومونو په څېر آريايي منشاء لري، د فورلکلوري ادبياتو په ټولو پنځولو کې يې لوړ انساني ارزښتونه نغښتي دي چې د ټولنيز ژوند بېلابېلې خواوې؛ لکه هنري ذوق، ښکلا پېژندنه، دودونه او باورنه، نرخونه او انساي اړيکې، د تخيل ځواک او ذهني ودې پړاوونه په کې په څرګند ډول ځلول شوي دي.

د نورستانيانو د شفاهي او ولسي ادبياتو ژبه ډېره ساده او سوچه ده چې له په زړه پورې ترکيبونو او اصطلاحاتو څخه جوړه شوې، د دوی د فولکلوري ادبياتو په ډېرو ډولونو؛ لکه (اسطورو، سندرو، کيسو، متلونو او...) کې د اضدادو (ښه او بد) نه پخلاکېدونکې جګړه له ورايه برېښي چې د دوی د لوړ کلتور استازيتوب کولی شي.

د نوموړې په وینا، د نورستانيانو فولکلوريک ادبيات د هغوی د نورو فرهنګي پديدو په څېر د جوړښت له مخې هم ځانته ځانګړنې لري چې د څېړنې د اسانتيا لپاره پوهانو په دوو برخو (د اسلام د سپېڅلي دين دمخه فولکلوري ادبيات او له اسلامه وروسته فولکلوري ادبيات) وېشلي دي. د دوی دا ادبي پنځونې د جوړښت له مخې د لرغونو آريايانو له ادبي ځانګړنو سره ورته والی لري.

هغې زیاته کړه، په نورستاني افسانو کې ښځې ځانته ځای لري، هغه کله په افسانو کې د يوې مېړنۍ مېرمنې، زړه سواندې مور او خوږې خور او لور په څېر ځلېدلې او هېڅکله ورته په سپکه نه دي کتل شوي چې د افسانو داسې بېلګې په لاس کې لرو چې هلته نورستانۍ ښځه د مور او خور په توګه له ډېرو سرښندنو سره د خپل ګران زوی او يا ورور د مرګ له کومې ژغورلی دی.

په نورستانيو متلونو کې هم ښځو ځانته يو مناسب دريځ غوره کړی او هيځ چېرې ورته په سپکه نه دي کتل شوي. په ښېراوو او دعاګانو کې چې تر ډېره د ښځو له خوا ويل شوي، د ښځو د نازکو احساساتو يادونه شوې چې تر ډېره ښايي دا د ښځو له خوا ويل شوې وي، په هر ډول چې دي د نورستان د شفاهي ادبياتو يوه برخه يې جوړه کړې ده.

نورستانۍ د خپلې موضوع د پايلې په توګه وويل، د نورستان په ولسي ادبياتو کې ښځه په هېڅ عنوان سره نه ده رټل شوې، که ځوانه ده، د خور او يا معشوقې په توګه، که مشره ده؛ د مور او يا تجربه کارې مشرې په توګه تل په نېکۍ ياده شوې، درناوی ورته شوی، نازول شوې او ستايل شوې ده.

دا چې نورستانيان زموږ د هېواد له لرغونو آريايانو څخه دي او د دوی په فرهنګ کې د مېرمنو سپکاوی (بلا، سپېره، بې وفا او...) نشته؛ نو دا ډول مفکورې زموږ هېواد ته يو وارداتي خرافاتي فرهنګ دی چې ښايي په دې اړه هڅه وشي د داسې کيسو ټولګې چاپ او خپرې نه شي چې زموږ د هېواد د خلکو ذهنونه مغشوش کړي.