«د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو ونډه» د مقالو ټولګه چاپ شوه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۲۵
«د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو ونډه» د مقالو ټولګه چاپ شوه

دغه ټولګه  په (۳۳۴) مخونو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا په وزيري سایز کې د څېړنوال محمد داود ناظم په سريزه او څېړندوی عبدالرحمن الکوزي په اهتمام چاپ شوه.
دغه ټولګه «د اسلامي نظام په ټينګښت کې د رسنيو ونډه» تر سرلیک لاندې علمي-څېړنيز سيمينار د مقالو ټولګه ده چې ياد عنوان د ارتباطاتو او ژورناليزم انسټيټوټ د ۱۴۰۳ل کال د حمل د مياشتې په ۴مه نېټه په لومړۍ شمېره علمي مجلس کې غوره شوې او سلسلةً د ټولنيزو علومو په مرکز، بشري علومو معاونيت او بالآخره د افغانستان د علومو اکاډمۍ د مشرتابه په ځانګړې پاملرنې د ۱۴۰۳ کال د ثور د مياشتې په ۴مه نېټه علمي مجلس کې تأييد او په ۲۸/۹/۱۴۰۳هـ.ل. نېټه د علومو اکاډمۍ د علامه کهزاد په تالار کې د هېواد په کچه د يو ورځني سيمينار په توګه وړاندې شو چې پراخ رسنيز انعکاس يې درلود. 
د رسنيو قوت او د اغېزو  واقعيت يې په بشري ټولنه کې ثابت شوی، نو د رسنیو له همدې قوت او اغېزو څخه د لا ښې استفادې لپاره ياد علمي-څېړنيز سيمينار، په دې موخه جوړ شوی و، چې په پوره هوډ سره غواړو د اسلامي نظام د استحکام، له خلکو سره يې د همغږۍ، له نړۍ سره يې د لا ښه تفاهم او د معلوماتي قدرت د حصول او خپراوي په لار کې پياوړې رسنۍ په خپل هېواد کې ولرو او دې پوښتنو ته واقعي او عملي ځوابونه پيدا کړو چې له رسنيو څخه د لوړو اهدافو په تحقق کې څرنګه معياري او مسلکي استفاده وکړای شو؟ څرنګه کولی شو چې په اسلامي نظام کې د بيان آزادۍ ته احترام، بشري ټولنې ته د بېلګې په توګه وړاندې کړو او خپله ټولنه د معلوماتو او اطلاعاتو په دې اغېزناکې ګنجينې وياړمنه، پرمختللې او د خپلو خلکو ظرفيتونه پرې لوړ کړو؟ څرنګه کولی شو چې د اسلامي دعوت په خپرولو، امر بالمعروف او نهي عن المنکر په برخه کې د منبر تر څنګ له اوسنيو رسنيو او عصري ارتباطي ټکنالوژۍ څخه هم د اسلامي ارشاداتو، افغاني فرهنګ او عصري علومو په رڼا کې ښه استفاده وکړو؟ دا او دې ته ورته نورې پوښتنې شته چې د دې سيمينار د علمي-څېړنيزو مقالو په ترڅ کې ورته واقعي او عملي ځوابونه او په دې برخه کې د شته ستونزو حل لارې پلټل شوې دي.
د دغه سيمينار د جوړولو لپاره د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د معاون سرمحقق دکتور محمد علم اسحق زي په مشرۍ، د ټولنيزو علومو د مرکز د رئيس څېړنپوه شيرعلي تزري په لارښوونه او د ارتباطاتو او ژورناليزم انسټيټوټ په زيار ګڼ شمېر غونډې شوي، علمي او تدارکاتي کميسيونونو خپلې دندې په خپل وخت سرته رسولي. د ياد سيمينار په عنوان ۱۹ مقالې را استول شوې وې چې د علمي کميسيون له لوري ۱۵ مقالې له علمي–څېړنيزو معيارونو سره برابرې منل شوي، شپږ مقالې يې په سيمينار کې لوستل شوي او دا دی د ټولو منل شوو علمي-څېړنيزو مقالو د چاپ شاهدان يو.
د سیمینار ګډونوالو د مقالو له منځپانګو او د برخه والو له وړانديزونو سره سم په (۸) مادو کې د سيمينار پرېکړه ليک تنظيم او وړاندې کړ چې په ټولګه کې يې لوستلی شئ.
په دې هيله چې د دغه علمي-څېړنيز سيمينار عالمانه پيغامونه او علمي-څېړنيزې مقالې د اسلامي نظام د لا استحکام، له نړۍ او خپلو خلکو سره يې د لا ښه تفاهم، يو د بل د ملاتړ او پرمختګونو سبب شي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-02/The%20Role%20of%20The%20Media%20in%20Strengthening%20The%20Islamic%20Governance.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست اړوند کتاب پلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS