«د افغانستان د پرمختګ لار» علمي ـ څېړنیز سیمینار ترسره شو!

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۱۶:۲۵
سیمینار

نن د تلې (میزان) د میاشتې په ۱۹ مه نېټه افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه علي احمد کهزاد د غونډو په تالار کې «د افغانستان د پرمختګ لار» تر سرلیک لاندې سیمینار تر سره شو.

سیمینار د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلات سره پیل شو. د سیمینار په سر کې د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث فریدالدین محمود پرانیستې او هر اړخیزه وینا وکړه، بیا په ترتیب سره د لوړو زده کړو وزارت، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازو خپل پیغامونه او ویناوې واورولې او ورپسې د سیمینار دویمه برخه چې د علمي مقالو د اورولو برخه وه، د څېړنپوه برهان الله نیازي په مشرۍ او د څېړنپوه دوکتور سید نظیم سیدي په مرستیالۍ پیل شوه او په ترتیب سره په کې (۷) تنو څېړونکو خپلې مقالې واورولې. د سیمینار په پای کې د پرېکړه لیک لاندې مسوده په (۱۰) مادو کې د ګډونوالو له خوا تائید شوه:

۱. دا چې د افغانستان د پرمختګ لپاره تر ټولو اساسي لار په هېواد کې د نظام سیاسي ثبات او ټینګښت دی، نو اړینه ده چې د نظام د ثبات او پایښت لپاره له ټولو مشروع لارو څخه کار واخیستل شي.

۲. له نیکه مرغه افغانستان د خوږو اوبو پرېمانه منابع لري،  نو د ا.ا.ا اړوندو ادارو ته وړاندیز دی چې د اوبو د مدیریت په برخه کې منظم پلانونه جوړ او پلي کړي.

۳. دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی، نو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته وړاندیز دی چې د کرنې د میکانیزه کولو، کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو تولید او ترویج ته هراړخیزه پاملرنه وکړي.

۴. د هېواد د سوداګرۍ د پرمختیا لپاره د ترانسپورتي اسانتیاوو، لکه: د لویو لارو جوړول، د ګمرکي اسانتیاوو رامنځه کول او داسې نور... نو اړوندو ادارو ته وړاندیز کېږي چې په دې برخه کې اغېزناک ګامونه واخلي.

۵. د ا.ا.ا ته وړاندیز کېږي چې د هراړخیزې پرمختیا لپاره ملي پراختیایي برنامه ترتیب او تطبیق کړي.

۶. د هېواد د صنعتي ودې او پرمختیا لپاره انرژۍ ته ډېره اړتیا ده، نو اړوندو ادارو ته وړاندیز کېږي چې د هېواد له شتو اوبو، باد او لمر څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې ګړندي ګامونه واخلي.

۷. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړاندیز دی چې د هېواد د اسلامي او ملي فرهنګ د ودې او پرمختیا لپاره اغېزناک پروګرامونه جوړ او په عمل کې د اړوندو ادارو له خوا پلي شي.

۸. د هېواد د هراړخیزې پرمختیا لپاره د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته وړاندېز دی چې د متخصصو کادرونو روزنې ته پوره پاملرنه وکړي.

۹. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړاندیز دی چې د سیاحت او ګرځندوی په برخه کې منظم پلانونه او طرحې جوړې او  په عمل کې یې پلې کړي.

۱۰. دا چې په سیمینار کې د ارایه شوو موضوعاتو ګټه عامه شي، د علومو اکاډمي محترم مقام ته وړاندیز کېږي چې د «د افغانستان د پرمختګ لار» د علمي ــ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه دې چاپ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS