«له امریکا او روسیې سره د هند اړیکې او پر افغانستان یې اغېزې (۱۹۹۱ـ۲۰۱۶ز.کال)» علمي ـ څېړنیزې پروژې دفاعیه غونډه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۰:۴۳
له امریکا او روسیې سره د هند اړیکې او پر افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی ضیاءالحق ضیا د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې څخه د ۱۳۹۹ل کال د جدې میاشتې په ۲۴ مه نېټه په بریالیتوب دفاع وکړه.

لومړی د څېړونکي ژوندليک او ورپسې پردې پروژې لیکل شوي تقریظونه ولوستل شول. پر دې پروژې څېړنوال بخت محمد بختیار، څېړنپوه محمد موسی رحیمي او پوهاند دکتور نقیب الله ثاقب تائیدي تقریظونه لیکلي دي.

تردې وروسته څېړونکي د سریزې تر وړاندې کولو وروسته، له ۱۹۹۱ ـ ۲۰۱۶ز. کال پورې له امریکا او روسیې سره د هند پر سیاسي، نظامي او اقتصادي اړیکو بحث وکړ.

ده وویل چې له سړې جګړې وروسته په بین المللي سیاستونو کې د بدلونونو په راتللو سره د هند او امریکا د اړیکو پر وړاندې خنډونه له منځه ولاړل او دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړې، خو له سړې جګړې وروسته د هند او روسیې اړیکې ګڼو لاملونو ته په کتو سره له ستونزو سره مخامخ شوې، خو د ۲۱ پېړۍ په پیل سره یې د دوه اړخیزو هڅو په پایله کې خپل منځي اړیکې د ستراتیژيکې ملګرتیا کچې ته ورسولې.

نوموړي همدارنګه پر افغانستان د یادو اړیکو د اغېزو د روښانه کولو په اړه وویل چې د سړې جګړې وروسته د هند او امریکا اړیکو پر افغانستان د پام وړ اغېزې نه لرلې، خو د سپټمبر د یوولسمې پېښې وروسته دا اغېزې پراخې او ګټورې وې.

ده همدارنګه زیاته کړه چې له سړې جګړې وروسته پر افغانستان د هند او روسیې اړیکو د پام وړ مثبتې اغېزې نه لرلې، خو د سپټمبر د یوولسمې پېښې وروسته، د هند او روسیې بدلېدونکو دریځونو ته په کتو سره دا اغېزې متفاوتې وې.

همدارنګه څېړونکي د خپلې دفاعیې په پای کې د ترسره شوې څېړنې پایلې او وړاندیزونو له ګډونوالو سره شریک کړل. د

د دفاع له وړاندې کولو وروسته، د پروژې په اړه له څېړونکي پوښتنې وشوې چې ټولو هغو ته یې د قناعت وړ ځوابونه ورکړل.

په پای کې دغه دفاع د ارزونې کمېسیون له لوري په اکثریت سره مثبت وارزول شوه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS