«په افغانستان کې د طبیعي سرچینو پايښتي مدیریت» د سیمینار لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښتنه

Ezatullah_admin
فراخوان مقالات برای سیمینار علمي - تحقیقی «مدیریت پایدار منابع طبیعی در افغانستان»

افغانستان د الهي نعمتونو له پلوه یو شتمن او بډای هېواد دی، چې بېلابېلو طبیعي سرچینې او زېرمې لري؛ د روانو او تر ځمکې لاندې اوبو څخه نیولې تر منرالي زېرمو، ځنګلونو او ډول – ډول ایکوسیستمونو پورې، د دغو خدای ورکړو شتمنیو علمي، مدبرانه او مسؤلانه ګټه اخیستنه، نه یوازې یوه اقتصادي اړتیا ده، بلکې یو ملي او ټولنیز رسالت هم شمېرل کېږي، خو د انساني کړنو، اقلیمي بدلونونو او په ډېرو مواردو کې د ناسمې ګټې‌ اخیستنې له امله، د دغو حیاتي سرچینو پايښت له ستونزو او  ګواښونو سره مخ شوی دی. چې تر بل هر وخت ژورې ارزونې، پراخې پاملرنې او پر علمي بنسټ ولاړو پرېکړو ته اړتیا لري.

په همدې لړ کې، د افغانستان علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو معینیت د ځمکپوهنې مرکز د خپلو علمي- څېړنیزو مسئولیتونو له مخې غواړي چې (په افغانستان کې د طبیعي سرچینو پايښتي مدیریت) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز سيمینار په جوړولو سره، هڅه وکړي تر څو د پوهانو، څېړونکو او د نظر خاوندانو ترمنځ د افکارو او تجربو د تبادلې، د نویو علمي - څېړنېزو موندنو د شریکولو او د عملي اغېزمنو حل‌لارو د وړاندې کولو لپاره سيمينار داير کړي، ترڅو د هېواد د طبیعي سرچینو د پايښتي مدیریت په برخه کې ګټورې پایلې لاسته راشي.

د دغه سيمینار بنسټیزه موخه دا ده چې د پوهانو، څېړونکو او د نظر خاوندانو په راټولولو سره، د نظري پوهې او د هېواد د عملي اړتیاوو ترمنځ اغېزمنه اړیکه ټینګه کړي او د دوامدارې پراختیا، د طبیعي سرچینو د ساتنې او د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د هوساینې په موخه اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي.

 

مهمې نېټې

د مقالو د استولو وروستۍ نېټه: ۱۷/۲/۱۴۴۸ هـ.ق. مطابق له ۱۰/۵/۱۴۰۵ هـ.ش.

د سيمينار د جوړېدو نېټه: د زمري میاشتې په وروستيو لسو ورځو کې

 

ګټې

د مقالو خپرېدل په افغانستان کې د طبیعي سرچینو پايښتي مديريت علمي – څېړنیز سيمینار په مقالو ټولګه کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري د معتبر تصدیق‌لیک ورکول

 

 

له موږ سره اړيکه

پته: د شاه ببو جان جومات ترڅنګ، شهر نو، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېرې:۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹، 0202201287،       0700014775

برېښنالیک پته:

callpaper2026@gmail.com

Documents

د سیمینار اړوند موضوعات

اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ژبې آزموینې د پایلو خبرتیا!

د افغانستان د علومو اکاډمي د تیرې دوه‌نې (دوشنبې) ورځي ( 20/تلې/۱۴۰۵) نېټې د علومو اکاډمي د کادري بستونو نوماندانو د ژبې آزموینې پایلې په لاندې لینک کې کتلی شئ.

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴۳
Background image

د علومو اکاډمي د کادري بستونو د ژبې ازموینې خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې د علومو اکاډمۍ د کادري ازموینې کمېټه په مسلکي ازموینه کې له بریالي شوو نوماندانو څخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوه‌نۍ (دوشنبې) په ورځ د ژبې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۸
Background image

د تېرې چهارشنبې ورځې د کادري بستونو دآزموینې د پایلو خبرتیا!

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبي علومو، ځمکپوهنې، ټولنیزو علومو، سیمه‌ییزو مطالعاتو او ژبو او ادبیاتو مرکزونو د چهارشنبې ورځي ( 8/تلې/۱۴۰۵ ) نېټې د نوماندانو د مسلکي آزموینې پایلې په . . .

Back to announcements