افغانستان په يوه نظر اثر چاپ شو.

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۱:۱۱
افغانستان په يوه نظر

«افغانستان په يوه نظر» د هېواد د نومیالي مؤرخ او لیکوال ښاغلي میر غلام محمد غبار یو نایاب تاريخي اثر دی، چې د ژباړې د مرکز غړي ښاغلي جاويد آفتاب پښتو ته ژباړلی او د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له‌ خوا چاپ شو.

یاد اثر د آریانا، خراسان او افغانستان پر لرغونې او تاریخي خاوره باندې د څو زره کلن ګډ ژوند او فعالیت، د هېواد پالنې، سرښندنو، د بریاوو او ناکامیو، د فرهنګي او تمدني پنځونو، زده‌کړو، پند او عبرت، د ملت د بقا، یووالي، د ودې او پرمختیا ژوره او څو اړخیزه کیسه ده.

د دغه اثر پښتو بڼه ټولټال ۲۴۲ مخونه لري، چې په درېیو څپرکو کې د افغانستان لرغونې، منځنۍ او معاصرې دورو ته يوه ځغلنده کتنه ده. د کتاب د ځينو موضوعاتو تصحیح، وضاحت او لا علمي باور بخښلو په پار د علومو اکاډمۍ د تاریخ او انتوګرافي انستیتوت آمر څېړنپوه دکتور محمد شريف ځدراڼ خپل علمي نظر او تعليقات هم لیکلي چې د کتاب علمي - تاريخي ارزښت یې بډايه کړی دی.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-08/Afghanistan%20at%20a%20Glance.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS