بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۷:۵۴
بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طب د علومو مرکز په نوښت د ۱۴۰۳هـ.ل کال د سلواغې پر ۲۸مه نېټه ” بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه “ تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي – څېړنیز سیمینار د هېواد د علماوو، پوهانو، څېړونکو، د پوهنتون استادانو او متخصصینو په ګډون د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې ترسره شو چې د عامې روغتیا وزارت، د لوړو زده کړو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو لوی ریاست، د ملي دفاع وزارت د صحي ستر درستیز قومندانۍ استازو په شمول د کابل پوهنتون استاذانو او پوهانو په کې ګډون وکړ.

سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره د علومو اکاډمي د طبيعي- تخنيکي برخې معاون محترم شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب په پرانستې وینا پیل شو.

یاد سیمینار دوه برخې درلودې؛ په لومړۍ برخه کې د مختلفو علمي او فرهنګي وزارتونو او بنسټونو پیغامونه ولوستل شول؛

په دویمه برخه کې چې د مقالو لوست ته ځانګړې شوې وه، علمي - تحقیقي مقالې د علومو اکاډمي د څېړونکو او د پوهنتون د استادانو له لورې ولوستل شوې، چې په پای کې د سیمینار د پایلې، ارزونې، او د قطعنامې په لوستلو او دعائیې سره پای ته ورسېد.

په پای کې څېړونکو، پوهانو او د سیمینار ګډونوالو لاندې ذکر شوي مواد د سیمینار د پرېکړه لیک په توګه تصویب کړل:

۱- د عامې روغتیا محترم وزارت ته وړاندیز کېږي چې له علومو اکاډمي او لوړو زده کړو وزارت سره په ګډه،  د افغانستان په روغتیایي سیستم له سره کتنه وکړي او په هغه کې اړین اصلاحات راولي. همدارنګه داسې ستراتیژي جوړې کړي چې په مرسته یې د روغتیا په برخه کې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.

۲-  د عامې روغتیا  او د لوړو زده کړومحترمو وزارتونو ته وړاندیز کېږي چې په هېواد کې په تدریجې ډول په ټولو روغتیایي برخو کې تخصصي او فوق تخصصي روزنیز پروګرامونه ایجاد او نوي متخصص کادرونه وروزي. ښکاره خبره ده چې دا کار به د تخصصي کاري ځواک په تقویه کې فوق العاده اغېزناک ثابت شي.

۳- اوس مهال په افغانستان کې د خصوصي سکتور روغتیایي خدمتونه د Out-of-Pocket موډل له مخې ترلاسه کېږي. په افغانستان کې د اکثرو وګړو اقتصادي وضعیت ته په کتو، دا یو له ستونزو ډک موډل دی، چې باید په جدي ډول د دولت له لوري تر نظارت لاندې ونیول شي. د روغتیایي خدمتونو لګښتونه باید د دولت له لوري تعیین او په جدي ډول کنټرول شي.

۴- په ټول هېواد (په ځانګړي ډول په لرې پرتو او محرومو سیمو) کې دې نوي معیاري تشخیصيه او لابراتواري مرکزونه جوړ شي. همدارنګه په لرې پرتو سیمو کې دې د ټیلي میډیسن اسانتیاوې برابرې او ترویج شي.

۵-  د عامې روغتیا محترم وزارت ته وړاندیز کېږي چې د روغتیا په برخه کې نوي طبي تجهیزات او عصري ټکنالوژي هېواد ته وارد او د ګټې اخیستنې په موخه یې متخصص پرسونل وروزي.

۶- د روغتیایي سیستمونو هر موډل خپلې ګټې او زیانونه لري. هر هېواد د خپلو امکاناتو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره یو موډل خوښوي او خپل روغتیایي خدمتونه د هغه په چوکاټ کې تنظیموي. نو ځکه باید په هیواد کې د یوه غوره شرعي طبي موډل د تطبیق له پاره د اړوندو نهادونو ګډې غونډې جوړې شي.

د افغانستان لپاره د روغتیایي سیستم یوه مثبته، دوامداره او عادلانه بڼه غوره کول باید د هېواد اقتصادي واقعیتونه، سیاسي ثبات، د عامې روغتیا اړتیاوې او د تمویل سرچینې په پام کې ونیسي. د نړۍ له مشهورو روغتیایي موډلونو څخه، د ملي روغتیایي بیمې (NHI) یو ترکیبي موډل د یو شمېر شرعي بدلونونو په واردولو سره، د افغانستان لپاره د روغتیایي سیستم تر ټولو مناسب موډل دی.

۷- په هېواد کې د متخصص کاري ځواک توزیع په سمه توګه نه ده شوې د بېلګې په ډول په ۲۲ ولایتونو کې د یورولوژي، په ۱۷ ولایتونو کې د نیورولوژي او جلدي، په ۱۴ ولایتونو کې د سترګې، په اوو ولایتونو  کې د غوږ، پوزې او ستوني او په دوو ولایتونو کې د نسایي ولادي متخصصین نه شته. نو په روغتیا پورې اړوندو سکتوري ادارو ته وړاندیز کېږي چې د روغتیایي کاري تخصصي ځواک په وېش کې اړتیا ته په کتلو تعادل رامنځته کړي.

۸- د اکمال تخصص اوسنی پروګرام اکثریت هغه تخصصونه چې په ټولنه کې ورته حیاتي اړتیا شته، نه لري. دا هم د کمیت او د کیفیت له اړخه د افغانستان لپاره بسنه نه کوي. د افغانستان موجوده روغتیایي کاري ځواک د نړیوالو ټاکل شویو معیارونو او ګاونډیو هېوادونو سره په هیڅ صورت د مقایسې وړ نه دی او د نړیوال روغتیايي پوښښ د حد اقل اندازې د پوره کولو لپاره لا هم د خپلو موجوده درېیو اساسي کادرونو (ډاکټرانو، نرسانو او قابله ګانو) ۱۱۴۵۶۲ تنو نورو کسانو ته اړتیا لري، تر څو د هرو ۱۰۰۰۰ کسانو لپاره یې شمېر ۴۴٫۵ ته ورسېږي.

۹- افغانستان د امبولانس خدمتونو په برخه کې ډېرې ستونزې (لکه د امبولانسونو د شمېر لږوالی، په هېواد کې د عامه امبولانس د یوه مرکزي سیستم نه موجودیت ...) لري. د WHO د معیارونو له مخې ښه دا ده چې د هرو ۲۵۰۰۰ کسانو په سر یو فعال امبولانس خپل خدمات وړاندې کړي خو کم ترینه کچه یې د ۵۰۰۰۰ کسانو پر سر یو فعال امبولانس ښودل شوی دی. د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۱ میلیونه اټکل شوی دی. په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۵۰ امبولانسونه بېړني خدمتونه وړاندې کوي. په دې معنا چې د ۱۶۴۰۰۰ کسانو پر سر یو امبولانس موجود دی. د امبولانسونو دا کموالی پر وخت د بېړنيو روغتیایي خدمتونو له رسېدلو څخه مخنیوی کوي.  

که د هرو ۵۰۰۰۰ وګړو پر سر یو امبولانس په پام کې ونیسو نو ۸۲۰ امبولانسونو ته اړتیا ده او که د هرو ۲۵۰۰۰ وګړو پر سر یو امبولانس په پام کې ونیسو نو ۱۶۴۰ امبولانسونو ته اړتیا ده. د روغتیا په برخه کې سکتوري ادارو ته وړاندیز کېږي چې دا مهمه تشه په ښه توګه ډکه کړي.

د امبولانسونو د شمېر د کموالي تر څنګ، د مناسب روزل شوي پرسونل نشتوالي هم د امبولانسونو خدمتونه اغېزمن کړي دي.

۱۰- د روغتیایي خدمتونو په برخه کې یوه مهمه زېربنا، د درملو تولید او توزیع ده. د افغانستان د اسلامي امارت له محترمو مقاماتو څخه په خورا درنښت هیله کېږي چې د درملو د تولید زېربناوې په معیاري ډول جوړې، په دې برخه کې خصوصي سکتور ته د پانګې اچونې لپاره لا ډېر امکانات او زمینه برابره کړي. همدارنګه په هیواد کې د درملو د خامو موادو د کارونې لپاره لازمې اسانتیاوې په پام کې  ونیسي.

۱۱- په هېواد کې د درملنې د ناکامېدلو او په شته روغتیایي بنسټونو د ناروغانو د بې باورۍ یو عمده لامل د درملو د کیفیت فوق العاده خرابوالی دی. نو ځکه له عامې روغتیا وزارت څخه په خورا درنښت هلیه کېږي چې د درملو کیفیت په جدي ډول کنټرول کړي.

۱۲- د هېواد له دولتي او شخصي پوهنتونونو څخه هر کال د MD په سویه فارغ شويو کسانو منځنی تراکم د هندوستان په پرتله دوه چنده دی، خو بیا هم عملاً په دنده د بوختو MD ډاکټرانو اندازه د هندوستان له نیمايي څخه کمه ده، نو له دې څخه معلومېږي چې له پوهنتون څخه فارغ شوې یوه لویه کتله MD ډاکټران په صحي برخو (تدریس، معالجه او تحقیق) کې د بستونو د نشتوالي له امله په نورو برخو کې دندې ترسره کوي. نو د افغانستان اسلامي امارت او روغتیا پورې اړوندو سکتوري ادارو ته وړاندیز کېږي چې د صحي برخې د اړتیا په پام کې نیولو سره په دې سکتورونو کې بستونه تخصیص کړي، تر څو د روغتیايي کاري ځواک شته کموالی جبران شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۹:۵۲
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د سلواغی میاشتې پر ۳۰ مه نېټه ترسره کړه.

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۷:۵۴
Background image

بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طب د علومو مرکز په نوښت د ۱۴۰۳هـ.ل کال د سلواغې پر ۲۸مه نېټه ” بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه “. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د تحقیقات کوشاني مجلې نوې ګڼه (۳۱) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي – څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوه او اوس مهال یې. . .

BACK TO NEWS