په کابل اوبیزه حوزه کې د خاورو د ویجاړېدو (Erosion)

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۲۴
ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف

د ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې میاشتې ۱۵نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت په تالار کې د یوې علمي – څېړنیزې غونډې په ترڅ کې د ځمکپوهنې مرکز د هایدرومیتیورولوجي انستیتوت د طبیعي جغرافيې دیپارټمنټ علمي غړي، ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف، په کابل اوبیزه حوزه کې د خاورو د ویجاړېدو (Erosion) تر سرلیک لاندې خپل څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

د کنفرانس په پیل کې پر طبیعي او بشري لاملونو بحث وشو، ښاغلي لطیف څرګنده کړه، چې کابل اوبیزه حوزه د رسوبي او منفذ لرونکو ډبرو له امله د ایروژن پر وړاندې ډېره زیان‌منه سیمه ده. نوموړي زیاته کړه، چې دغه حوزه د یورېشیا او هند د پلیټونو د ټکر په زون کې موقعیت لري، چې د غرونو د جګوالي، فعالو تکتونیکي درزونو، ځمکې ښوېدنو او د سیندونو د بهیر په بدلونونو کې لویه ونډه لري.

څېړونکې په ډاګه کړه چې انساني لاملونو کې د ځنګلونو پرېکول، د څړځایونو بدلون او د نباتي پوښښ کمښت د سیمې د خاورو د ایروژن اصلي عوامل دي.

برسېره پر دې، د کنفرانس په لړ کې د خاورو د ویجاړېدو ناوړه اغېزې او د مخنیوي لپاره علمي او عملي لارې چارې د ښاغلي لطیف لخوا په ګوته شوې. په وروستۍ برخه کې ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرح کړې او څېړونکي پرې لازم ځوابونه ورکړل.

کنفرانس د ټاکل شوي کمیسیون له خوا په مثبت ډول وارزول شو او ګډونوالو یې د علمي او عملي اړخونو ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS