د آریانا مجلې د ۱۴۰۳ کال ۳ ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۲:۱۱
د آریانا مجلې د ۱۴۰۳ کال ۳ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په اړه د بېلابېلو لیکوالانو مقالې په کې خپرېږي. دا دی د 1403 لمریز کال3 مه ګڼه چاپ او خپره شوه.

په دغه ګڼه کې لاندې مقالې چاپ شوې دي:

١- د شیرشاه سوري د دولتدارۍ څېړنه (١٥٣٩_١٥٤٥ م).

سرمحقق دکتور محمد شریف ځدراڼ

٢- دیدګاه ابن خلدون درباره علم تاریخ ازمنظر معرفت شناسی.

سرمحقق عبدالجبار عابد

٣- نگاهی بر رویدادهای معاصر افغانستان از ١٣٤٣ تا ١٣٧١.

پوهاند دکتور حبيب پنجشیری

٤- د ژورنالېزم ارزښتونه او له عامه ذهنیتونو سره یې د اړیکو څېړنه.

څېړنوال محمد داود ناظم

٥- د احمدشاه بابا پوځي سیاست.

څیړندوی وجیه الله ظهیر

٦- د زمان شاه په مقابل کې د انګریزانو دفاعي سیاست.

څېړندوی ولي باز ارین

٧_ د سید جمال الدین افغان علمي او تاریخي شخصیت ته لنډه کتنه.

څېړنیار سیدمحمد صادق سادات

٨_ په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت د ودې مؤثر او عمده لاملونه: فرصتونه او ننګونې (١٤٠١_١٤٠٢).

څېړندوی شوکت الله عابد

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-02/Ariana%20quarterly%20journal%20no.%203%20year%201403.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS