د اتنوګرافۍ څېړنيز موزیم څخه د زده کوونکو او ښوونکو لیدنه

د خادم خصوصي ښوونځي زده کوونکو او ښوونکو د علومو اکاډمي د اتنوګرافۍ له څېړنیز موزيم څخه لیدنه وکړه.
یادو زده کوونکو د افغانستان د قومونو دودونه او رواجونه د اتنوګرافۍ د څېړنیز موزیم په مادي او فرهنګي آثارو کې وپېژندل او له دغه علمي او فرهنګي سیر څخه یې پوره استفاده وکړه.
دغه موزيم د ټولو هېوادوالو په ځانګړې ډول زده کوونکو او محصلينو پر مخ تل پرانیستی دی.