د احمد شاه بابا د امپراطورۍ د ۲۷۵مې کالیزې په مناسبت د علمي – څېړنیز سیمینار د علمي کمېټې لومړنۍ ناسته

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۴:۲۸
د احمد شاه بابا د امپراطورۍ د ۲۷۵مې کالیزې په مناسبت د علمي – څېړنیز سیمینار د علمي کمېټې لومړنۍ ناسته

د احمد شاه بابا د امپراطورۍ د ۲۷۵مې کالیزې په مناسبت د علمي – څېړنیز سیمینار د جوړېدو د علمي کمیټې لومړنۍ ناسته د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه د سه شنبې پر ورځ په علومو اکاډمۍ کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب، د بشري علومو د برخې مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحق زي، د ولسمشر فرهنګي سلاکار محمد زرین انځور، استاد څېړنوال حبیب الله رفیع، د لوړو زده کړو وزارت سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین، څېړنپوه شېرعلي تزري، څېړنپوه دکتور محمد شريف ځدراڼ او څېړندوی رحیم الله حریفال ګډون درلود.

په دې ناسته کې د سیمینار د نوم پر ټاکلو سربېره د سیمینار لپاره د احمدشاه بابا اړوند د آثارو چاپولو او د علمي – څېړنیزو مقالو پر سرلیکونو سلا مشورې او بحث وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS