د ادبي تذکره لیکنې اصول، لارې چارې او د ځينو ادبي تذکرو ارزونه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۱:۴۶
څېړندوی مطیع الله ساحل

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی مطیع الله ساحل «د ادبي تذکره لیکنې اصول، لارې چارې او د ځينو ادبي تذکرو ارزونه» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

څېړونکي د دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس په پیل کې د ادبي تذکره لیکنې پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې، نوموړي وویل: ادبي تذکره د ادبیاتو د خوندیتابه غوره او ګټوره وسیله ده، په پښتو ادبیاتو کې ادبي تذکرې لومړي مأخذونه دي چې د ادبیاتو د پخواني او ابتدايي دور په اړه معلومات راکوي او د هغو لیکوالو او شاعرانو د ژوند، فکر، هنر او ادبي هڅو په اړه مو خبروي چې پېړي پېړۍ وړاندې اوسېدل او اوس له هماغه فعالیتونو څخه د ادبیاتو د پرمختګ او د پښتو ادب د فرهنګي ذخیرې د غنا په برخه کې استفاده کوو.

پر دې سربېره د ادبي تذکرې د لغوي او اصطلاحي پېژندنه یې وکړه ، ورپسې یې د ادبي تذکره لیکنې د تاریخي بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل چې په پښتو ادب کې ادبي تذکره لیکنه له څه وخته او څنګه پيل شوې او تر ننه دغه بهیر څه ډول را رسېدلی دی، کومو لیکوالو د دغه بهیر په دوام کې ونډه اخیستې ده؟ همدا راز په دغه علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د ادبي تذکرې پر ډولونو پراخ بحث وشو، ځکه په تذکره لیکنه کې لومړی اصل دا دی کله چې کوم لیکوال ادبي تذکره لیکي، نو لومړی باید د تذکرې ډول وټاکي او پر هماغه مسیر مخکې لاړ شي، تر دغه بحث وروسته د ادبي تذکره لیکنې لپاره پر هغو لارو چارو خبرې وشوې چې په بېلابېلو وختونو کې د پوهانو له خوا د اړتیا له مخې ټاکل شوي دي.

دغه اصول لومړی په عمومی توګه پر درېوو برخو ووېشل شول چې هرې برخې بیا ځانته بېلابېل اصول او لارې چارې لرلې لکه: ۱ـ د شاعر یا لیکوال بشپړ احوال او ژوند پېښو د راوړلو لپاره اصول او معیارونه.

۲ـ د شاعر او لیکوال د آثارو( ادبي پنځونو او لیکنو)د معرفي کولو لپاره اصول او معیارونه .

۳ـ د شاعر او لیکوال د شعري او نثري بېلګو د راوړلو لپاره اصول او معیارونه .

پر پورتنیو اصولو سربېره د ادبي تذکره لیکنې ځینې عمومي اصول او لارې چارې هم و ښودل شوې چې په رعایت سره به یې، مؤثرې، کره او پوره ادبي تذکرې و لیکل شي.

څېړونکي پر دغو او دې ته ورته موضوعاتو سربېره د پښتو ادب څلور ادبي تذکرې د ټاکل شویو اصولو پر اساس ارزولي، د هغو ښېګڼې او نیمګړتیاوې جوتې شوې او د دغو نیمګړتیاوو لپاره یې حللارې بیان کړې. د کنفرانس په پای کې د څېړونکو او استادانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او د ټاکلې کميسيون له خوا وړاندې شوی کنفرانس مثبت و ارزول شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۳
Background image

دټولنیزو شبکو له لارې د نکاح عقد د حنفي فقه په رڼا کې

نن څلورنۍ/چهارشنبه د ۱۴۰۴ل کال د لیندۍ/قوس په ۵مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د فقه او قانون مرکز علمي غړي او د ثقافت دیپارتمنت آمر څیړندوی اسدالله میاخیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۵۹
Background image

شمارۀ 86 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۴ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS