د افغانستان د علومو اکاډمي او انټر کانټيننټال امارتي شرکت ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۵:۱۷
د افغانستان د علومو اکاډمي او انټر کانټيننټال ام.ارتي شرکت ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د علومو اکاډمي او انټر کانټیننټال امارتي شرکت د ګډې همکارۍ او همغږۍ په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د افغانستان د علومو اکاډمي د فرهنګي اړیکو رئیس ښاغلي محب الله عصمت او د انټر کانټیننټال امارتي شرکت استازي سمیع الله فقیري لخوا لاسلیک شو.

په یاده ناسته کې د علومو اکاډمي بېلابېلو رئیسانو او نورو غړو په انټر کانټیننټل هوټل کې د علومو اکاډمي اړوندو سیمینارونو، کنفرانسونو او لویو غونډو د ترسره کېدو په اړه خبرې وکړې، چې د یاد هوټل د استازي لخوا ورته د ښه خدماتو وړاندې کولو اطمینان ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

BACK TO NEWS