په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د دعوت او ارشاد ریاست په نوښت (په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنيز سیمینار د ا.ا.ا مسؤلینو، څېړونکو او علماء کرامو په حضور کې وړاندې شو.

سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي محمد اکبر مقسط صاحب درنو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیمینار ګډونوالو ته دحنفي فقه په اړه عالمانه او پرانېستې وینا وکړه او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه چې له پیل څخه تر اوسه پورې د حنفي مذهب په برخه کې پوره پوره همکار پاتې شوي دي.

وروسته د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د برخې مرستیال مفتي ابو سعید الراشد صاحب (د مسائلو په استنباط کې د امام صاحب د استدلال قوت) په تړاو تفصیلي او هر اړخیز وينا وکړه.

ورپسې د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو د برخې مرستیال مفتي امیرجان ثاقب صاحب (د افغاني محدثو فقهاوو لنډه پېژندنه) تر عنوان لاندې مفصلې خبرې وکړې.

وروسته د ا.ا.ا د ارشاد او دعوت عمومي رئیس محترم مولوي شریف الله حقاني صاحب د دعوت إلى الله په اهميت او ارزښت باندې خپله عالمانه وينا وکړه.

ورپسې د علومو اکاډمي د ژباړې او تدقيق مرکز رئيس شیخ الحديث مولوي عزيزالله مظهري صاحب (له قرآن او سنت سره د حنفي فقه تړاو) تر سرلیک لاندې هر اړخیزه وينا وکړه.

په یاد سیمینار کې د مقالو په برخه کې څېړنپوه عبد المعبود ضریري د (خصوصیات فقه حنفي) تر سرلیک لاندې خپله مقاله واوروله او ورپسې څېړندوی محمد کریم ادیب (د امام صاحب رحمه الله اجمالي ژوند لیک) تر سرلیک لاندې خپله مقاله واوروله او یاده غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي نوماند څېړندوی ساجد نجیب زي د نوماندۍ رتبې د رفع کولو په موخه (د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

BACK TO NEWS