د افغانستان د علومو اکاډمي او د سلام خصوصي پوهنتون ترمنځ د همکاريو هوکړه لیک لاسلیک شو

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۰:۳۴
د افغانستان د علومو اکاډمي او د سلام خصوصي پوهنتون ترمنځ د همکاريو هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د علومو اکاډمي او د سلام خصوصي پوهنتون د علمي – څېړنیزو او تحصیلي همکاریو د زیاتوالي، په علمي - تحقیقي چارو کې د دوامداره اړیکو د پراختیا او د ګډو علمي موخو تر لاسه کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د علومو اکاډمۍ د فرهنګي اړیکو رئيس ښاغلي مولوي محب الله عصمت او د سلام پوهنتون د عملي مرستیال استاد ښاغلي ابوبکر مدقق له خوا لاسلیک شو.

په یاده غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو برخو رئیسانو، څېړونکو او نورو غړو ګډون کړی و او د یاد هوکړه لیک په ګټو او همکاریو یې خبرې وکړې.

ورپسې د سلام خصوصي پوهنتون عملي مرستیال ښاغلي مدقق لنډه وینا وکړه او د هوکړه لیک د دواړو خواوو د همکاریو او علمي ـ څېړنیزو کارونو د ترسره کولو په موخه یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS