د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو علمي او فرهنګي اشخاصو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۶:۳۳
د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو علمي او فرهنګي اشخاصو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل

د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود پرون په خپل ریاست کې په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو علمي او فرهنګي اشخاصو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل.

یادو استازو په دغه کتنه کې د ښې حکومتولۍ او بېلا بېلو برخو کې د مثبتو بدلونونو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل او ویې ویل چې په افغانستان کې روان وضعیت د هغه څه سره توپیر لري چې د یو شمېر مغرضو رسنیو پرمټ نړیوالو ته وړاندې کېږي.

د علومو اکاډمي محترم رئیس وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او افغانستان هر وګړي ته په کار دي چې د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي او له حکومت سره په ګډه د هېواد په ودانولو کې رغنده برخه واخلي او له بې بنسټه تبلیغاتو منلو څخه ډډه وکړي. کومه ستونزه چې د تعلیم په برخه کې ظاهراً ولس ته تر سترګو کېږي هغه به ان شاء الله ډېر ژر حل او فصل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۱:۲۷
Background image

د پښتنې مور پيغام- شننه او ارزونه

(علمي- څېړنيز کنفرانس) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بين المللي مرکز علمي غړي څېړنوال دوکتور نورالحبيب نثار «د پښتنې مور پيغام- شننه او ارزونه» تر سرليک لاندې د بشري علومو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۲۴
Background image

په کابل اوبیزه حوزه کې د خاورو د ویجاړېدو (Erosion)

د ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې میاشتې ۱۵نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت په تالار کې د یوې علمي – څېړنیزې غونډې په ترڅ کې د ځمکپوهنې مرکز د هایدرومیتیورولوجي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۴۲
Background image

د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي اړیکې ۱۳۸۰ - ۱۴۰۳ل

د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۳ مه نېټه چې د ۱۴۰۴لمریز کال د تلې د میاشې له ۱۴ مې نېټې سره سمون خوري، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حقوقو او سیاسي علومو د انسټیټوټ علمي غړي(. . .

BACK TO NEWS