"د افغانستان د مهاجرت ادبيات" سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۲:۶
"د افغانستان د مهاجرت ادبيات" اثر چاپ شو

دا ټولګه په (۱۲+ ۴۶۷= ۴۷۹) مخونو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په وزيري سایز کې د څېړنپوه محمد آصف احمدزي په سريزه، تدوین او اهتمام چاپ شوه.

دا ټولګه چې "د افغانستان د مهاجرت ادبيات" علمي- څېړنيز سیمینار مقالې په کې راټولې شوې دي، درې برخې لري چې په پیل کې یې د سیمینار اړوند پيغامونه او ويناوې، بیا په پښتو او دري ژبو مقالې او په پای کې يې د سیمینار پرېکړه‌لیک راغلی دی.

د دې ټولګې د علمي- څېړنيزو مقالو عنوانونه په لاندې ډول دي:

1) د مهاجرت ادبیاتو پېژندنه او د افغانستان د مهاجرت ادبیاتو شننه/ څېړنوال محمد آصف احمدزی

2) تأثیرپذیری زبانی ادبیات مهاجرت از مفاهیم کشورهای میزبان/ سرمحقق شریف الله شریف

3) د کډوالۍ پر ادبیاتو رواني اغېزې/ پوهندوی دکتور سید اصغر هاشمي

4) تحلیل گفتمان مهاجرت با تکیه بر شعر فانی/ محقق عبدالناصر مبشر

5) د مهاجرت د شعر ارزونه/ څېړنوال رحيم الله حریفال

6) چشم اندازِ بر روایاتِ زیستی برخی مهاجرین از دیارِ هجرت/ معاون سرمحقق برهان الدین نظامی

7) د مهاجرت د مهال داستاني ادبیات/ پوهنمل ګل رحمن رحماني

8)دوره‌های شعری و برخی از سرشناس‌ترین شعرای مهاجر افغان در ایران/ سید خلیل کوهی

9) افغان ادبي بهير؛ د مهاجرت او جهاد په ادبياتو کې د تحول مخکښ/ څېړنوال دکتور نورالحبیب نثار

10) په پښتونخوا کې د افغان مهاجرینو ادبي خپرونې (۱۳۵۷ – ۱۳۷۱هـ. ل)/ اکاډمیسین سید محی الدين هاشمي

11) بازتاب درد هجران وطن به روایتی از سه شاعر ترکتبار افغانستان/ محقق امان الله ضيايی

12) جلاوطنه پښتو شاعري/ څېړنپوه محمد نبي صلاحي

13) د هجرت په خېمو او د جهاد په سنګرونو کې پښتو جهادي ادبیات/ څېړنپوه محمد عارف غروال

14) د مهاجرت پښتو ولسي ادبیات/ څېړنوال شهزاده توحيدمل

15) سروده‌ها و آفریده‌های ادبی شاعران ترکمنهای افغانستان در دیار مهاجرت/ محقق نور ياغدي نور

16) د مهاجرت ادبياتو ويرنې/ څېړنوال دکتور عبدالاحد منګل

17) نگاه به ابراز نظر چند تن از شاعران اوزبیک تبار در مورد تراژیدی مهاجرت/ معاون سرمحقق مجيد ندیم

18) د مهاجرت په ادبياتو کې د کره‌کتنې څرنګوالی / څېړندوی فضل الرحمن عليزی

19) د هېواد پر ادبي وضعیت د مهاجرت د ادبیاتو اغېزې/ څېړندوی حضرت آغا همدرد

20) مهاجر ادیبان او شاعران او د هغوی ادبي فعالیتونه/ څېړندوی مطیع الله ساحل

21) د مهاجرت دورې په نظمونو کې عاطفي درد/ څېړندوی ياسر پاچا

22) شناخت و اهمیت هجرت/ معاون سرمحقق عبدالناصر باهر

23) علل و پیامدهای هجرت در افغانستان/ سرمحقق محمد کبیر مشفق

د یادولو ده چې د مقالو دغه ټولګه د زېري جريدې د (۱۴۰۲ل) کال د ګڼو په عوض کې د زېري د يوې فوق‌العاده کالګڼې په توګه چاپ شوه.

د دغه اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-03/Afghanistan%E2%80%99s%20immigration%20literature%20%28%20collection%20of%20scientific%20research%20papers%29.pdf

يادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS