د افغانستان په علومو اکاډمي کې د ماسټري او دکتورا د برنامې د پیلېدو په اړه ناسته وشوه.

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۴:۴۳
 د افغانستان په علومو اکاډمي کې د ماسټري او دکتورا د برنامې د پیلېدو په اړه ناسته وشوه.

کابـل ــ نـن  دوشنبـه د ۱۴۰۱ ل کال د مرغومي/ جدي د میاشتې په ۱۹ مه نېټه د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې د مرستیال محترم سرمحقق دکتور محمد علم اسحق زي په مشـرۍ د علومـو اکاډمي د دکتور صاحبانو په ګډون، د افغانستان په علومو اکاډمي کې د ماسټرۍ او دکتورا د برنامې د پیلېدو په اړه غونډه وشوه.

غونډه سهار (۱۰:۳۰) د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چې وروسته ناستې هر ګډونوال د موضوع په اړه په تفصیل سره خپل نظریات وړاندې کړل، له اوږده بحث او خبرو وروسته په اړوندو برخو کې د چارو په ښه ډول د ترسره کېدو په موخه، ځانګړو کمیټو ته دندې وسپارل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS