د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د افغانستان د علومو اکاډمي راپور وړاندې شو

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۶:۷
د ام.ارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د افغانستان د علومو اکاډمي راپور وړاندې شو

د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې، نن «دوشنبه» د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د دې ادارې د ۱۴۰۲ هـ.ل کال د زمري له میاشتې څخه تر ۱۴۰۳ هـ.ل کال د زمري میاشتې پورې د لاسته راوړنو او فعالیتونو بشپړ راپور وړاندې شو.
په دې غونډه کې د علومو اکاډمي مشرتابه او د رسنيو استازو ګډون کړی وو.
دغه راپور د علومو اکاډمۍ مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب، د علومو اکاډمۍ علمي منشي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي، د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسایلو مرکز رئیس مفتي عبدالحق حقاني او د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مولوي محمد عمر جلال وړاندې کړ.
د دغې غونډې په پای کې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه هم وويل شول.
بشپړ ویډیویي راپور په لاندې لینک کې کتلای شئ.

https://www.youtube.com/watch?v=Ny4q6IWF5Vg&t=4s

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS