د ایتنوګرافۍ څیړنیز موزیم معرفی

د شابوبو جان قصر او د اتنوگرافی څیړنیز موزیم لنډه پیژندنه                       

د افغانستان دعلومو اکاډمی څیړنیز- اتنوګرافی موزیم د کابل د نوی ښار په (شابوبو جان) ماڼی کی موقعیت لری. دا ماڼی د امیر عبدالرحمن خان د زمامداری د وخت د تاریخی ماڼیو څخه ده چی د امیر د خور په نوم یادیږی.

 دا ماڼی د خښتو،خاورو او لرګیو څخه په کار اخیستنی د وخت د تجربه لرونکو کورنیو او بهرنیو معمارانو او هنرمندانو له خوا د وخت د معماری په طرز جوره شوی ده. چی له لرګی څخه په کار اخیستنی ښکلی کندنکاری هم پکی شوی ده. همدا راز،د ننوتو د دروازی د فیل پایو، د قصر چت او نور لرګیو کارونه یی د اروپا د رنسانس د معماری د دوری په سبک دی چی قصر ته یی ښکلا وربخښلی ده. دا قصر په دوو پوړونو کی څلویښت خونی سالون او دهلیزو نه لری.

دا ماڼی د تیرو  وروستیو کورنیو جګړو له امله زښته زیانمه شوی وه. اوس مهال د شاه بوبو قصر څخه د ولسمشر د فرمان له مخی د څیړنیز اتنوګرافی موزیم په توګه کار اخیستل کیږی.

ویل کیږی چی نقشه او  سکیچ یی د اطریشی انجنیرانو له خوا طرحه شوی او کابلی معمارانو، د وخت د معماری سبک پکی کارولی دی د هغه په ودانولو کی د کابل د جوازیانو د کلا معمارانو لویه ونډه درلودلی ده. د علومو اکادمی څیړنیز- اتنوګرافی اوسنی موزیم شاوخوا ۱۰۰۰ پارچی انتیکی او هنری اثار د لیدو لپاره ایښی دی، چی دافغانستان د بیلابیلو ولایتونو  او زونونو څخه استازی کوی لکه : جامی، ګاڼی ، تزئینات او نور کاروونکی شیان چی لرغونی مسی د خاورو، تیږو او لرګی څخه جوړ شوی لوښی او نور پکی شامل دی همدا راز، د نورستان د ولایت د ګندهار حوزی نفیس اثار، دشمال زون انتکی  آثار لکه د ترکمن،ازبیک او قزاق خلکو خرګاوی ، د بیلابیلو تزئیناتو سره د ښځو له خوا ګنډل شوی جامی او په لاس  اوبدل شوی غالی او د نور د سویل زون انتیکی آثار د هغه له جملی څخه دی. پدی موزیم کی د هیواد د بیلابیلو انتیکو لکه بلوڅو، هزاره وو، ازبکانو،پښتنو، ترکمنانو، تاجکانو، نورستانیانو انتیکی آثار را غوڼد شوی دی.

سربیره پردی، د مډرن هنر ځینی ځانګړی آثار او دکابل پوهنتون د هنرونو د پوهنځی مؤسس، پوهاند امان الله حیدر زاد آثار چی څه موده مخکی موزیم ته ډالی شوی دی پکی شتون لری.

دا موزیم د یوه علمی – څیړنیز بنسټ په توګه د هیواد د مادی او معنوی فرهنګ د څیړونکو او مینه والو د کار او پام وړ ګرځیدلی دی او دکارونو د لاښی کارونی او د نیمګړتیاوو او ستونزو د له منځه وړلو په خاطر، دملی او نړیوالو بنسټونو او وګړو مرستوته اړتیا لری.