د بریکس اقتصادي اهمیت او پر افغانستان يې ستراتیژیکې اغېزې

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۴۸
د بریکس اقتصادي اهمیت او پر افغانستان يې ستراتیژیکې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو مرکز د اقتصاد انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی ضياءالحق ځلاند (د بریکس اقتصادي اهمیت او پر افغانستان يې ستراتیژیکې اغېزې) تر سرلیک لاندې د څېړونکو او علماوو په حضور کې علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
په کنفرانس کې د نړیوال اقتصاد د جوړښتي بدلونونو په رڼا کې د بریکس (BRICS) د راټوکېدونکي اقتصادي بلاک تحلیلي ارزونه وړاندې شوه. او دا وویل شول چې بریکس د څو-قطبي اقتصادي نظام د پیاوړتیا، بدیلو مالي بنسټونو (NDB  او  CRA) د رامنځته کېدو، او د نړیوالو سوداګریزو تعاملاتو د بیا تنظیم په بهیر کې محوري رول لري.
د افغانستان لپاره، د جیو-اقتصادي موقعیت، طبیعي زیرمو، او سیمه‌ییز اتصال ظرفیتونه د بریکس له بلاک سره د همکارۍ بالقوه فرصتونه رامنځته کوي، په ځانګړې توګه د پانګونې جذب، زیربنايي پراختیا، او اقتصادي تنوع په برخو کې.
د دغو فرصتونو تحقق د امنیتي ثبات، بنسټیزو اصلاحاتو، او مؤثره اقتصادي تګلارو پورې مشروط دی. څېړونکي وویل چې د بریکس سره تعامل باید تدریجي، پالیسۍ-محور، او د داخلي ګټو پر بنسټ مدیریت شي، څو د پایدارې اقتصادي ودې لپاره عملي ګامونه واخیستل شي
په پای کې د کنفرانس د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول او وروسته د ارزونې د کمیسیون له خوا کنفرانس د رأیو په یووالي مثبت وارزول شو.

Documents

د بریکس اقتصادي اهمیت او پر افغانستان يې ستراتیژیکې اغېزې

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS