د بشری علومو د برخې مرستیال
د څېړنپوه نصرالله ناصر لنډ ژوندلیک
زوکړه او د زوکړې ځای:
نصرالله ناصر د محمد امان زوی دی چې په ۱۳۳۳ ل کال د لغمان ولایت د مرکز اړوند د ګبري کلي کې یې نړۍ ته سترګې غړولې دي.
زده کړې:
لومړنۍ زده کړې یې تر درېیم ټولګي پورې د لغمان ولایت د مرکز اړوند د ((کټل)) په کلیوالي ښوونځي او تر شپږم ټولګي یې د مرکز په نومره اول ښوونځي کې چې په قلعه سراج کې واقع دی، ترسره کړي او په ۱۳۵۲ل کال له روښان لېسې څخه په عالي درجه فارغ شوی دی.
د لیسانس دیپلوم یې په ۱۳۵۷ل کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه په عالي درجه او د ماسترۍ زده کړې یې د (پښتو قاموس لیکنې تاریخچه) تر سرلیک لاندې تېزس په لیکلو او دفاع کولو سره په ۱۳۷۰ل کال پای ته ورسولې او په عالي درجه ترې فارغ شوی دی. نوموړي په ۱۳۶۲ ل کال کې د روسي ژبې د زده کړې کورس پای ته ورساوه او دیپلوم یې تر لاسه کړ. په ۱۳۶۵ ل کال کې یې په کابل کې د ژورنالیزم له نړیوال انستیتوت څخه سرټيفکيټ ترلاسه کړ.
رسمي دندې او مصروفیتونه:
نصرالله ناصر له فراغت سره سم د ۱۳۵۷ ل کال د مرغومي د میاشتې په لومړۍ نېټه د رشتې خلاف د کرنې او ځمکو اصلاحاتو وزارت کې د مدیر په توګه وټاکل شو، په ۱۳۵۸ ل کال کې یې د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي غړیتوب ویاړ تر لاسه او د همدغه کال د چنګاښ په ۲۵ مه د دې اکاډمي د زېري اوونیزې په شپږم مسلکي بست کې یې د نوماند علمي غړي او د جريدې د مهتمم په توګه کار پيل کړ.
د ۱۳۵۹ل کال د غبرګولي په میاشت کې چې د نوماندۍ دوره یې لا پای ته نه وه رسېدلې، د عسکرۍ مکلفیت خدمت ته ولېږل شو، دغه دوره یې د اردو په مطبعه او عسکري اخبار (حقیقت سرباز) کې تېره کړه او په ۱۳۶۰ل کال د ترخیص له اخیستلو وروسته په ۱۰ /۹ / ۱۳۶۰ نېټه د کابل مجلې مرستیال او د ۴۰ ورځو له تېرولو وروسته یې د هغه وخت له مقرراتو سره سم د نوماندۍ دوره پای ته ورسېده او د څېړونکي مرستیال رتبې ته یې ترفیع وکړه.
د ۱۳۶۲ل کال په پيل کې د لنډې مودې لپاره د فولکلور او شفاهي ادبیاتو د څانګې غړی، ورپسې د زېري اوونیزې سرپرست او په ۲۰ / ۴ / ۱۳۶۲ نېټه رسماً د زېري جریدې د مسوول مدیر په توګه وګومارل شو.
د ۱۳۶۶ل کال د وري میاشتې په پيل کې د ژبو او ادبیاتو د مرکز علمي منشي شو او په ۹ / ۴ / ۱۳۶۷ نېټه د عسکري خدمت د احتیاط دورې ته سوق شو، د ۱۳۶۹ ل کال د وږي په میاشت کې د ترخیص له اخیستلو وروسته بیا د ژبو او ادبیاتو د مرکز علمي منشي شو، خو څو میاشتې وروسته یې له دې دندې څخه استعفا وکړه او د فولکلور او شفاهي ادبیاتو د څانګې غړی شو.
په ۱۳۷۳ ل کال کې د ژبو او ادبیاتو د مرکز سرپرست علمي منشي شو او په ۲/۱/۱۳۷۴ نېټه د ژبو او ادبیاتو د مرکز سرپرست رئیس او په ۲۰ / ۷ / ۱۳۷۴ نېټه په لومړۍ رتبه بست کې د ژبو او ادبیاتو د مرکز رئیس شو.
له ۳/۹/۱۳۷۶ نېټې څخه پر ریاست سربېره د ۱۳۷۸ ل کال د ثور د میاشتې تر پایه پورې د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې سرپرست مرستیال و او په ۲۰/۷/۱۳۷۸ نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي علمي منشي شو چې دغې دندې ته یې د ۱۳۸۵ ل کال د زمري میاشتې تر پایه دوام ورکړ او په همدې نېټه په دوهمه رتبه بست کې د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز د علمي منشي په توګه مقرر شوی دی چې دغه دنده یې ونه منله او استعفا یې وکړه. وروسته د ژبو او ادبیاتو د مرکز د ادبیاتو او متنپوهنې د څانګې په څلورم بست کې علمي غړی شو چې شاوخوا لس کاله یې دغه علمي دنده پر مخ بوتله.
که څه هم په دغې موده کې د علومو اکاډمي د مشرتابه له خوا ورته د بېلابېلو ریاستونو د منلو وړاندیز کېده، خو نوموړي د علمي- څېړنیزو چارو پر مخ بېول غوره ګڼل، بالاخره په ۱۳۹۶ل کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي د ریاست په وړاندیز او د جمهور رئیس په منظورۍ له ۲۳/۸/۱۳۹۶ نېټې څخه را په دېخوا د بشري علومو په برخه کې د افغانستان د علومو اکاډمي د مرستیال په توګه مقرر شوی چې تر اوسه هم همدا دنده پر مخ بیایي.
نصرالله ناصر په ۱۳۸۲ ل کال مافوق رتبې ته ترفېع کړې او علمي رتبې یې په ترتیب سره ترلاسه کړې دي چې اوس د څېړنپوه علمي رتبه لري او دا رتبه یې په ۱۳۸۸ ل کال ترلاسه کړې ده.
ژبې:
د نصرالله ناصر مورنۍ ژبه پښتو ده؛ خو په دري ژبه هم پوهېږي، لیکنې یې پرې کړي او هم یې ژباړې ترې کړې دي.
له انګلیسي او روسي ژبو سره هم بلد دی.
د علمي پروژو او د ماسترۍ د تېزسونو لارښوونه:
نصرالله ناصر پر نورو علمي، فرهنګي او څېړنیزو چارو سربېره د (۷) علمي – څېړنیزو پروژو چې د مخه بشپړې شوي او د ماسترۍ د (۳) تېزسونو لارښود پاتې شوی دی او د (۵) علمي – څېړنیزو پروژو د لارښوونې چارې یې لا اوس هم په غاړه دي.
تدریس:
نصر الله ناصر د اوږدې مودې لپاره تدریس نه دی کړی، څو میاشتې یې په نادريې لېسه او په (...) کال یې د څو میاشتو لپاره د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د پښتو څانګې د ماسترۍ په پروګرام کې درس ورکړی او همدارنګه د پښتو ماسترۍ د بورډ منشي هم و.
د تقریظونو لیکل:
تر اوسه یې پر بېلابېلو آثارو چې شمېر یې له (۳۰) څخه اوړي، تقریظونه او نظرونه لیکلي دي.
د آثارو ایډيټ:
تر اوسه يې (۷) ځانګړي آثار ایډیټ کړي دي.
په سیمینارونو کې ګډون:
هغه علمي– څېړنیز سیمینارونه چې له ۱۳۵۸ ل کال نه تر اوسه (۱۳۹٨ل کال) پورې د افغانستان د علومو اکاډمۍ او نورو علمي – فرهنګي موسسو له خوا جوړ شوي، په ډېرو کې یې نصرالله ناصر ګډون کړی دی چې شمېر یې له (۱۰۰) څخه اوړي او شاوخوا (۳۰) سیمینارونو ته یې مقالې لیکلې او لوستلې دي چې د سیمینارونو په ټولګو کې چاپ او خپرې شوې هم دي.
په کمیسیونونو کې غړیتوب:
نصرالله ناصر پر دې سربېره چې د ډېرو سیمینارونو د علمي او نشراتي کمیسیونونو غړی پاتې شوی، د علومو اکاډمۍ په بېلابېلو کمېټو او کمیسیونونو کې یې ګډون کړی دی چې په لاندې توګه یې د ځینو لنډه یادونه کېږي:
۱ - نشراتي کمیسیون.
۲ – د قوانینو او مقرراتو د اصلاح او بیا کتنې کمیسیون.
۳ – د انسجام د لومړني کمیسیون غړی او منشي (۱۳۶۶)؛ ۴ - د دفاع د کمیسیونونو غړی او د ځینو مشر؛ ۵ - د اداري ترفیعاتو د کمیسیون غړی او د علومو اکاډمۍ د اداري اصلاحاتو د کمیسیون مشر(۱۳۹۳ ل کال)؛ ۶ – د ځينو سیمینارونو د علمي کمیسیونونو غړی او د ځینو غونډو مشر؛ ۷ – په نورو ادارو او وزارتونو کې د علومو اکاډمۍ په استازیتوب د بېلابېلو کمېټو او کمیسیونونو غړی؛ ۸ – د آریانا دایرة المعارف د ارټیکلونو د تثبیت او ارزیابۍ د کمیسیون غړی او نور.
د مجلو د کتنپلاوي (تحریر هیأت) غړیتوب:
د کابل، عرفان، لرغون پېژندنې او الفت مجلو د تحریر هئیت غړی.
له ۱۳۸۰ ل کال څخه را په دېخوا تر اوسه (۱۳۹٨ ل کال) پورې د کابل مجلې د کتنپلاوي غړی دی.
له آریانا دایرة المعارف سره همکاري:
له ۱۳۸۵ ل کال څخه را په دېخوا له آریانا دایرة المعارف سره په دې لاندې برخو کې همکار و:
۱ – د ارټيکلونو د تثبیت او ارزیابۍ د عالي کمیسیون غړی.
۲ – لیکوال.
۳ – ژباړونکی (له پښتو ژبې څخه دري ژبې ته، له دري ژبې نه پښتو ژبې ته).
۴ – مسلکي ایډېټور.
۵ – د پښتو ژبې د ایډېټورانو د بورډ مشر (له لومړي ټوک څخه تر اووم ټوک پورې).
تر اوسه یې د آریانا دایرة المعارف بېلابېلو ټوکونو ته له (۱۰۰) څخه زیاتې مقالې لیکلې او د (۱۵۰) په شاوخوا کې یې له پښتو نه په دري، له دري نه په پښتو ژباړلي دي.
مکافات:
تر اوسه یې ۳ دوهمه درجه، ۳ درېیمه درجه تقدیرنامې او دوه افتخاري تقدیرنامې چې لومړۍ یې له مشرانو جرګې څخه تر لاسه کړې ده او دوهمه د بدخشان ولایت له خوا ورکړل شوې ده. پر بخششي معاشونو سربېره څو ستاینلیکونه هم ورکړل شوي دي.
په بېلابېلو کلونو کې یې څلورو آثارو لومړۍ درجه فرهنګي جایزې او ۲ آثارو یې دوهمه درجه فرهګي جایزې ګټلې دي، همدارنګه یې یوه اثر د سولې دوهمه درجه جایزه هم ګټلې ده.
په لویو جرګو کې ګډون:
نصرالله ناصر د مدني ټولنې په استازیتوب په دې لاندې لویو جرګو کې ګډون کړی دی:
• د ۱۳۹۰ ل کال د دودیزې لویې جرګې غړی.
• د ۱۳۹۲ ل کال د مشورتي لویې جرګې غړی.
په سیاسي ګوندونو او ډلو کې غړیتوب:
نصرالله ناصر تر اوسه د هېڅ سیاسي ګوند او ډلې غړی نه دی.
د نصرالله ناصر چاپ او نا چاپ آثار:
الف – ځانګړي (مستقل) چاپي آثار:
۱ – د پښتني فولکلور د چاپي مجموعو څېړندود، ۱۳۸۳، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۴۲۲مخه.
۲ – د روه له ګلونو څخه د استاد روهي په یاد، د خوست خپلواکه فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۵، ۶۵ مخه.
۳ – د افغانستان د علومو اکاډمۍ تاریخچه، ۱۳۸۹ ل، ۴۲۵ مخه.
۴ – د پښتو قاموس لیکنې تاریخچه (د ماسترۍ تیزس)، ۱۳۹۰ ل، ۱۹۸ مخه.
۵ – د عبدالرحیم ځدراڼ ژوند او آثار، ۱۳۹۳ ل، ۷۴ مخه.
۶ – د شلمې پېړۍ په فرهنګي ادبي بهیر کې د علامه حبیبي دریځ، ۱۳۹۲ ل، ۵۵۶ مخه.
۷ – ښکار او مرغان، دغه رساله د زېري جریدې د ۱۳۶۰ او ۱۳۶۵ل کلونو په ګڼو کې پرله پسې چاپ شوې ده ۵۰- A4 مخونه.
۸ – د ښکارندوی پر قصیده مشاعره، تدوین، ۱۳۶۲ ل، ۶۹ مخه.
۹ – د شمس الدین کاکړ دېوان، سمون، سریزه او د لیکوال ژوندلیک، ۱۳۸۴ ل، ۱۷۸ مخه.
۱۰ – د پښتني فولکلور د ترجمو تاریخي سیر، ۱۳۶۶ ل، ۲۰۰مخه، (ناچاپ).
۱۱ – د نوم اوړون، ۱۳۵۷ ل کال، (د لیسانس دورې مونوګراف)، ناچاپ.
۱۲ – حافظ الملک حافظ رحمت خان او د هغه کورنۍ، د اکاډمیسین رشاد لیکنه. تدوین، سریزه او مأخذونو فهرست د نصرالله ناصر، ۱۳۸۵ ل.
۱۳ – دري – پښتو قاموس، له نورو سره په ګډه، ۱۳۸۴ ل کال.
۱۴ – د کابل مجلې د دریم خپرنیز پړاو د مقالو فهرست (۱۳۸۱ – ۱۳۹۴ل)، چاپ ته چمتو.
ب - ژباړې:
۱ – کابل ښار د پېړیو په اوږدو کې، ۱۳۸۱ ل کال، ۱۳۲ مخه.
۲ – افغانستان او نړۍ (آسیايي او افریقايي هېوادونه)، ۱۳۸۳ ل کال، ۳۰۸ مخه.
۳ – افغانستان او نړۍ (استرالیايي، اروپايي او امریکايي هېوادونه)، ۱۳۸۳ ل کال، ۳۴۴ مخه.
۴ – ښوونځی د کمال او فضیلت روزنځی، ۱۳۸۹ ل کال، ۷۴ مخه.
۵ – په افغانستان او نړۍ کې د ښځو فرهنګي څېره، ۱۳۹۱ ل کال، ۱۰۸ مخه.
۶ – د کابل بالاحصار، ۱۳۹۰ ل کال، ۱۳۰ مخه.
۷ – نوروز او د افغانستان په ادبیاتو کې یې انعکاس، ۱۳۹۰ ل کال، ۱۴۶ مخه.
۸ – په افغانستان کې د سرامیک هنر، ۱۳۹۱ ل کال.
۹ – قصه های عامیانه از افغانستان (له پښتو نه په دري) ژباړه، ۱۳۸۹ ل کال، ۸۲ مخه.
ج – علمي – څېړنیزې مقالې:
نصرالله ناصر په بېلابېلو کلونو کې ډېرې مقالې لیکلي چې ځینې یې دا دي:
۱ – د پښتني فولکلور د ترجمو تاریخي سیر (د کتاب لنډیز)< کابل مجله، ۱-۲ مه ګڼه، ۱۳۶۷ ل کال.
۲ – نومیالی لیکوال، تاریخپوه او کره کتونکی ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه ګڼه، ۱۳۸۱ ل کال.
۳ – د ډاکټر دولت محمد لودین ژوند او آثار، کابل مجله، ۱ – ۲ مه ګڼه، ۱۳۸۱ ل کال.
۴ - په پښتو ادبیاتو کې د جرګو انعکاس، کابل مجله، ۳ – ۴ مه ګڼه، ۱۳۸۱ ل کال.
۵ – پېلوڅی، کابل مجله، ۷ – ۸ مه ګڼه، ۱۳۸۱ ل کال.
۶ – الفت د پوهانو په نظر کې، کابل مجله، ۹ – ۱۰ مه ګڼه، ۱۳۸۱ ل کال.
۷ – د معاصر ادب یو بل ځلانده ستوری هم د ادب له اسمانه را پرېووت، کابل مجله، ۱ – ۲ مه ګڼه، ۱۳۸۲ ل کال. (د پوهاند الهام ژوند او آثار)
۸ – په ۱۳۸۱ کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي – څېړنیزو چارو لنډ رپوټ، کابل مجله ۱ – ۲ مه ګڼه، ۱۳۸۲ ل کال.
۹ – کاندید اکاډمیسین عبدالرحمن بلوڅ هم د تللو له کاروان سره یو ځای شو، کابل مجله، ۳ – ۴ مه ګڼه، ۱۳۸۲ ل کال.
۱۰ – په پښتو ادبیاتو کې د آزادۍ انعکاس، کابل مجله، ۵ – ۶ مه ګڼه، ۱۳۸۲ ل کال.
۱۱ – نواب محبت خان او د هغه آثار، د نواب محبت خان یاد (د مقالو ټولګه)، ۱۳۸۶ ل کال.
۱۲ – د نواب محبت خان د دوه سوم تلین د نمانځلو د سیمینار ګزارش، پورتنۍ ټولګه.
۱۳ – د پښتو – پښتو تشریحي قاموس د پخوانیو ټوکونو بیا خپرول... کابل مجله، ۹ ۱۰ -، ۱۱ – ۱۲ مه ګڼې، ۱۳۸۲ ل کال.
۱۴ – د «انجمن های ادبی در عصر روشنگری» مقالې د بشپړتیا په اړه د څو ضروري ټکو یادونه، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه ګڼه، ۱۳۸۲ ل کال.
۱۵ – د عبدالقادر مومند او عبدالقادر خان خټک د یوسف زلیخا د پښتو ژباړې پرتلنه، کابل مجله، ۱ – ۲ مه ګڼه، ۱۳۸۳ ل کال.
۱۶ – د عبدالرحمن بلوڅ ژباړو ته یوه کتنه، کابل مجله، ۳ – ۴ مه ګڼه، ۱۳۸۳ ل کال.
۱۷ – د سوسن چمن بلبل د مشکو په کاروان کې، کابل مجله، ۵ – ۶ مه ګڼه، ۱۳۸۳ ل کال.
۱۸ – ریاض المحبت د څېړنو په بهیر کې، کابل مجله، ۷ – ۸ مه ګڼه، ۱۳۸۳ ل کال.
۱۹ – د ملا عبدالسلام اشیزي د وخت سیاسي او فرهنګي وضعې ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۹ – ۱۰ مه ګڼه، ۱۳۸۳ ل کال.
۲۰ – د علامه رشاد لنډ ژوندلیک، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه ګڼه، ۱۳۸۳ ل کال.
۲۱ – د معاصرین سخنور او اوسني لیکوال پرتلنه، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه ګڼه، ۱۳۸۳ ل کال.
۲۲ – د ارواښاد پاینده محمد زهیر ژبنيو هڅو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۱ – ۲ مه ګڼه، ۱۳۸۳ ل کال.
۲۳ – د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې د درې کلنو علمي – څېړنیزو چارو ګزارش، کابل مجله، ۳ – ۴ مه ګڼه، ۱۳۸۳ ل کال.
۲۴ – د عبدالقادر خان خټک ژوند او آثارو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۵ – ۶ مه ګڼه، ۱۳۸۴ ل کال.
۲۵ – خوږې نغمې که د وطن د مینې کچکول؟ کابل مجله، ۷ – ۸ مه ګڼه، ۱۳۸۴ ل کال.
۲۶ – د یو کلنې انتخابي دورې په بهیر کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ لاس ته راوړنې، کابل مجله، ۹ – ۱۰ مه ګڼه، ۱۳۸۴ ل کال.
۲۷ – نه هېرېدونکی فرهنګي شخصیت، علامه حبیبي، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه ګڼه، ۱۳۸۴ ل کال.
۲۸ – د پښتو معاصر ادب یوه ځلانده څېره، (د غني خان ژوند او آثار) د غني یاد، ۱۳۸۶ ل کال.
۲۹ – استاد حمزه او پښتني فولکلور، کابل مجله، ۳ – ۴ مه ګڼه، ۱۳۸۵ ل کال.
۳۰ – د خوشحال خان خټک ژوند او آثارو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۵ – ۶ ، ۷ – ۸مه ګڼې، ۱۳۸۵ ل کال.
۳۱ - د کابل مجلې د دریم خپرنیز پړاو (۱۳۸۰ – ۱۳۸۵) کلونو د مقالو فهرست، کابل مجله، ۵ - ۶ – ۷ – ۸ مه ګڼې، ۱۳۸۵ ل کال.
۳۲ – د بایزید روښان ژوند او آثارو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۳ – ۴ ، ۵ – ۶ مه ګڼې، ۱۳۸۶ ل کال.
۳۳ – د پښتانه شعراء د کابل او پېښور چاپ پرتله، د اجمل خټک یاد، ۱۳۸۵ ل کال.
۳۴ – د «حافظ الملک حافظ رحمت خان او د هغه کورنۍ» اثر ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۹ – ۱۰ مه ګڼه، ۱۳۸۶ ل کال.
۳۵ – د علامه حبیبي ژباړو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه ګڼه، ۱۳۸۶ ل کال.
۳۶ – د حافظ الملک حافظ رحمت خان بړېڅي ژوند، آثار او شخصیت ته لنډه کتنه، د نواب حافظ رحمت خان یاد، ۱۳۸۶ ل کال.
۳۷ – د کابل مجلې د ۱۳۸۶ – ۱۳۸۷ ل کلونو د مضامینو فهرست، کابل مجله، ۱۰ –۱۲مه ګڼه، ۱۳۸۷ ل کال.
۳۸ – د خوشحال خان خټک له منظومې بازنامې سره د افضل خان خټک د منظومې بازنامې پرتله، کابل مجله، ۱ – ۲ ، ۳ – ۴ مه ګڼه، ۱۳۸۸ ل کال.
۳۹ – سپېڅلې پښتو (قاموس) ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۵ – ۶ مه ګڼه، ۱۳۸۸ ل کال.
۴۰ – د استاد الفت ژباړو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۹ - ۱۰ مه ګڼه، ۱۳۸۸ ل کال.
۴۱ – «خوشحال او فولکلور» اثر ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه ګڼه، ۱۳۸۸ ل کال.
۴۲ – علامه حبیبي او فولکلور، کابل مجله، ۱ – ۲ مه ګڼه، ۱۳۸۹ ل کال.
۴۳ – په پښتو کې د ملمع شعر تاریخي بهیر ته لنډه کتنه (رساله)، کابل مجله، ۳ – ۴ ، ۵ – ۶ مه ګڼه، ۱۳۸۹ ل کال.
۴۴ – د مولوي صالح محمد هوتک ژوند او آثار، د مولوي صالح محمد هوتک یاد، ۱۳۸۹ ل کال، ۱۷ مخه.
۴۵ – د محمد اکبر پامیر د وخت سیاسي، ټولنیز او فرهنګي حالت ته لنډه کتنه، د استاد محمد اکبر پامیر یاد، ۱۳۸۹ ل کال.
۴۶ – د استاد الفت ژوند او آثارو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۱ – ۲ ، ۳ – ۴ مه ګڼه، ۱۳۹۰ ل کال.
۴۷ – د دریوو ژبو (پښتو، دري او اردو) شاعر، معزالله خان مومند، کابل مجله، ۵ – ۶ مه ګڼه، ۱۳۹۰ل کال.
۴۸ – د شیرمحمد هوتک لنډ ژوند لیک، د مولوي شیر محمد هوتک یاد، ۱۳۹۰ ل کال.
۴۹ – د عقاب خټک په کلیات کې بدیعي صنایع، کابل مجله، ۳ – ۴ مه ګڼه، ۱۳۹۱ ل کال.
۵۰ – علي محمد مخلص او د هغه دېوان، کابل مجله، ۵ – ۶ مه ګڼه، ۱۳۹۱ ل کال.
۵۱ – د حبو اخوندزاده کورنۍ او د افغاني فرهنګ په رڼولو کې د هغو ونډه، کابل مجله، ۷ – ۸ ، ۹ – ۱۰ مه ګڼه، ۱۳۹۱ ل کال.
۵۲ – د استاد جاوید د « پيشینه کتب و جراید دري و پښتو در جهان» مقالې ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه ګڼه، ۱۳۹۱ ل کال.
۵۳ – منوچهري دامغاني او د ده ممدوحین، کابل مجله، ۵ – ۶ ، ۷ – ۸ مه ګڼه، ۱۳۹۲ ل کال.
۵۴ – د ادبي متن څېړنې اصول او لارې چارې، کابل مجله، ۳ – ۴ مه ګڼه، ۱۳۹۳ ل کال.
۵۵ – د کابل مجلې د دریم خپرنیز پړاو (۱۳۹۲ ؛ ۱۳۹۳) کلونو د مضامینو فهرست، کابل مجله، ۱۲ مه ګڼه، ۱۳۹۳ل کال.
۵۶ – د استاد الفت علمي، فرهنګي او سیاسي شخصیت ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۱۰ مه ګڼه، ۱۳۹۴ ل کال.
۵۷ – معاصرو پښتو ادبي ژباړو ته لنډه کتنه، د افغانستان د معاصرو ادبیاتو وضعیت (د مقالو ټولګه)، ۱۳۹۴ ل کال.
۵۸ – د تقریظ لیکنې په اړه څو یادونې، کابل مجله، ۸ مه ګڼه، ۱۳۹۴ ل کال.
۵۹ – ادیب او فولکلوریست، څېړنوال حضرت محمد ویاړ، کابل مجله، ۴ مه ګڼه، ۱۳۹۴ ل کال.
۶۰ – د کابل مجلې د دریم خپرنیز پړاو (۱۳۹۴) پړاو د قلمي همکارانو د مضامینو فهرست، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه ګڼه ۱۳۹۴ ل کال.
۶۱ – د دوست محمد خان کامل ژوند او آثارو ته لنډه کتنه، کابل مجله...
۶۲ – د علامه سید جمال الدین افغان ژوند ته لنډه کتنه، عرفان مجله، ۴ مه ګڼه، ۱۳۸۶ ل کال.
۶۳ – د استاد رشاد رسمي دندې، خپلواکي (مجله)، ۴ مه ګڼه، ۱۳۸۳ ل کال.
۶۴ – ملا حسن د تلوکان، زېری، ۱۳۸۶ ل کال.
۶۵ – لوی استاد پوهاند حبیبي او ترجمې، د استاد یاد (مقالو ټولګه)، ۱۳۶۴ ل کال.
۶۶ – د استاد راحت زاخېلي ژوند او آثار، زېری، ۸ – ۹ مه ګڼه، ۱۳۶۴ ل کال.
۶۷ – په پښتو کې د ماشوم ادبیات، د زېري کالنۍ، ۱۳۶۳ ل کال.
۶۸ – ملي هنداره د اجتماعي څېړنو له نظره، زېری، ۴۵ – ۴۶ مه ګڼه، ۱۳۶۳ ل کال.
۶۹ – د میرعلي شیرنوايي مجالس النفایس، زېری، ۳۵ مه ګڼه، ۱۳۶۴ ل کال.
۷۰ – ښځنوک نرښځی نه دی، زېری، ۷ – ۸ مه ګڼه، ۱۳۸۱ ل کال.
۷۱ – یک ضایعه فرهنگي (زنده گینامه پوهاند الهام)، خراسان مجله، ۵۰ مه ګنه، ۱۳۸۱ ل کال.
۷۲ – د خوشحال یا خوشحال بیګ، مقالې ته لنډه کتنه، الفت مجله، ۲ مه ګڼه، ۱۳۸۲ ل کال.
۷۳ – د الفت مجلې دریمې ګڼې ته کره کتنه، الفت مجله، ۳ مه ګڼه، ۱۳۸۱ ل کال.
۷۴ – کره کتنه ( د اثر معرفي)، زېری، ۴۸ مه ګنه، ۱۳۶۵ ل کال.
۷۵ – د محمد ګل نوري لیک ښوونکی، زېری، ۴۹ – ۵۰ مه ګڼه، ۱۳۶۳ ل کال.
۷۶ – د فولکلوري موادو د راټولولو او څېړنې منابع، هموطن (مجله)، لومړۍ ګڼه، ۱۳۷۴ ل کال.
۷۷ – د پښتو – پښتو تشریحي قاموس د نوي چاپ سریزه، ۱۳۸۳ ل کال.
۷۸ – د استاد احمد علي کهزاد د ژوند یو لنډ انځور، عرفان (مجله)، ۸ مه ګڼه، ۱۳۸۶ ل کال.
۷۹ – مرکه د پښتو، زېری، ۳ – ۴ ، ۵ – ۶ ، ۷ – ۸ ، ۹ – ۱۰ مه ګڼې، ۱۳۹۰ ل کال.
۸۰ - «منظوم متلونه» اثر ته لنډه کتنه، زېری...
۸۱ – بېنوایان، لوی استاد علامه حبیبي ته منسوبه ژباړه، زېری، ۱ – ۴ مه ګڼه، ۱۳۹۴ ل کال.
۸۲ – د خوشحال خان خټک ژوند او آثار، زېری، ۱۳۵۸ ل کال، فوق العاده ګڼه.
۸۳ – د برکت الله کمین مجددي په کلیاتو کې د ځینو نومیالیو ملي او فرهنګي شخصیتونو یادونه، د کمین یاد (د مقالو ټولګه)، ۱۳۹۲ ل کال.
۸۴ – وخت څنګه تېرېږي، زېری.
۸۵ – د افغانستان د علومو اکاډمي لنډه پېژندنه، ښکلا (مجله)، کندهار.
۸۶ – د ډاکټر سیدالشاه پولاد ژوند او آثار، زېری جریده.
۸۷ – د ادبي متونو په برابرولو کې د استاد خدمتګار هڅې، د بختاني خدمتګار فرهنګي خدمتونه (د مقالو ټولګه)، ۱۳۹۶ ل کال.
۸۸ – د فولکلور ټولونې او څېړنې میتودولوژي، د مقالو ټولګه.
۸۹ – د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز تشکیل او د رئیسانو پېژندنه، (په مجموعه کې تر چاپ لاندې ده)، ۱۳۹۶ ل کال.
۹۰ – د ادبي متن څېړنې لارې چارې، د ادبي څېړنې اصول او لارې، (د مقالو ټولګه) او نور.
د اړيکې شمېره:
برېښناليک: